fbpx

‘موسکا’ د قران او ارواپوهنې له نظره – ۲

حامد افغان

رسول الله صلی الله علیه وسلم امتیانو ته د موسکا او ورین تندي ډیر اهمیت بیان کړی ده په دې اړه مختلف روایات راغلي دي څو یې دلته را اخلو، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: لا تحقرن من المعروف شيئا ولو أن تلقى أخاك بوجه طلق. رواه مسلم. یعني هیڅ ښه کار سپک مه بوله که څه هم له خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ کیدل وي. په بل حدیث کې راغلي: تَبَسُّمُك فِي وَجْهِ أَخِيك لَك صَدَقَةٌ . أخرجه البخاري في الأدب المفرد والترمذي وابن حبان. یعني خپل ورور ته ستا موسکا ستا له پاره صدقه ده.

په دې اړه نور روایات هم راغلي دي، او دا هم په روایاتو کې راغلي چې پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر وخت موسکا په خوله وه، لكه په حديث کې راغلي: عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ الْمُغِيرَةِ , قَالَ : سَمِعْتُ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ الْحَارِثِ بْنِ جَزْءٍ , يَقُولُ : ” مَا رَأَيْتُ أَحَدًا أَكْثَرَ تَبَسُّمًا مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ” . اخرجه الترمذي و احمد و البیهقي في شعب الایمان.

موسکا او رواپوهنه

موسکا په دوه ډوله ده: رښتینې موسکا او دروغژنه موسکا، رښتینې موسکا د زړه له تله راخیږي او همدا موسکا ساحرانه اغیزې شندي، او د مقناطیس په څیر خلک را کاږي، په دې موسکا سره مخ او مجلس ښایسته وي او هر ځای خیر او ښه ټوکوي، د موسکا په مهال دا خبره ضروري ده چې باید مخاطب ته مخامخ په کتلو سره موسکا وکړل شي، په دې سره هغه د ډاډ او مینې احساس ترلاسه کوي. او د دروغژنې موسکا شا ته کرکه، نفرتونه او تمسخر پټ وي، دا موسکا اکثره د مغرورو او ظالمانو پر شونډو لیدل کیږي.

نن سبا موسکا د تمدن مهم عنصر بلل کیږي، د موسکا د زده کړې کورسونه جوړیږي، ځکه په موسکا سره د ګڼ شمیر روحي ناروغیو درملنه کیږي، د ارواپوهنې یو ماهر وایي: کله چې انسان له غم، خپګان او وېري سره مخامخ شي د بدن مختلف جهازونه یې ځانګړې کیمیایي مواد افرازوي، په دې حالت کې چې له دې انسان سره داسي څوک مخامخ شي چې موسکا یې په خوله وې نو د دې کیمیایي موادو د افراز درجه ښکته ولویږي، ځکه د هغه شخص په اړه دی ډاډه شي او دا ډاډ د هغه د ویرې او خپګان له پاره د درملو حیثیت لري. له دې خبرې نه دا پایله ترلاسه کولی شو چې موسکا د ژوند د ګڼ شمیر بریاو ترلاسه کولو له پاره مهم اسلوب او غوره لاره ده.

د موسکا معنا او له خندا سره یې توپیر

د یوه انسان پر شونډو موسکا غوړیدل مختلفې معناوې لري لکه خوشالي، د زړه نه تنګسیا، داخلي ډاډ، پر ځان باور، د متوازن شخصیت نښه، مینه او محبت، مقبولیت او عاجزي. دا راز د شرم، حیا، تنګیدلو، ناامیدي ناکامي لامله هم موسکا کیږي. او د موسکا او خندا ترمنځ توپیر په لاندي توګه روښانه کوو:

1- موسکا همیشنی حالت ده او د خندا باریک او نرم شکل ده او خندا وختي او موقت حالت ده.
2- موسکا د خوښي غبرګون ده او خندا کله کله د درد غبرګون هم وي.
3- موسکا له داخلي رضا او قناعت نه پیدا کیږي او خندا کله د ناڅاپي حالت لامله هم پیدا کیږي.
4- موسکا نسبت خندا ته اوږد وخت نیسي او خندا ژر ختمیږي.
5- موسکا د عاجزي او تواضع نښه ده او د خندا – قهقهه شکل اکثره د غرور او تکبر استازیتوب کوي.
6- موسکا له خندا سخته ده ځکه موسکا له مختلف نوعه خلکو سره د تعامل په مهال راځي او خندا له خاصو او نږدې خلکو سره کیږي.

7- په موسکا کې ادب او درنښت مراعت کیږي او خندا انسان بې ادبي ته اړ کوي، د انسان شکل تغیروي او کله خو یې هغه د حلق ژبګکۍ هم لا ښکاره شي. د موسکا موضوع نور تفصیل ته هم اړتیا لري او په راتلونکې لیکنه کې به د موسکا په ګټو خبره غځوو باذن لله تعالي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د