افغانستان

له هلمند څخه وروسته په زابل كي هم ټليفوني شبكي بندي سوې

afghan_talking_on_mobileد زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار  وايي چي د تيرو څو ورځو راپديخوا په دي ولايت كي ټيلفوني شبكو فعاليت په ټپه درولي دده په خبره چي تراوسه لا دا څرګنده نه ده چي د مخابراتي شبكو د بنديو علت څه دي .

رسوليار په دي كار كي  د وسلوالو طالبانو لاس درلودل وبلل او تر سبا پوري يي دغه شبكو ته وخت وركړي

چي بيرته خپل فعاليت پيل كړي دي وايي كه چيري يي امر ونه منل سوو نو په وړاندي به يي كلك غبرګون وښي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چي تليفوني شبكي د دوي لخوا بندي سوي، احمدي وايې چي ډېر كله به ددوي ملګرو ته له همدي ټليفوني شبكو له امله بهرنيو او دولتي ځواكونو لخوا مرګ ژوبله اوښتله او يادو شبكو ته به تر يوې مياشتي اجازه ور نه كړي، ديادولو ده چی تردی وړاندی هم په هلمند ولايت کی دګرځنده ټيلفونی شبکو خپل فعاليت دوسلوالو طالبانو په امر په ټپه درولی ؤ .

چی اوسمهال په نوموړی ولايت کی دسهار له اووه بجو څخه تر ۳ بجو پوری دفعاليت اجازه ورکول سوی .

اسد الله زړه سواند – كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x