
ننګرهار: د بهسودو ولسوالي پر جنايي امر چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ لومړۍ، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د جنایي امر پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې چاودنه کې د بهسودو ولسوالي جنايي امر ټپي شوی خو ورور یې وژل شوی دی.
نوموړي وویل، چې چاودنه د جنايي امر په موټر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین له کبله د جلال اباد ښار د تورخم اډې په سېمه کې را منځته شوه، چې خپله جنايي امر پکې ټپي ، یو ورور یې وژل شوی او په موټر کې یو دوه نوره سپاره کسان هم ټپيان شوي .
د ننګرهار د ملکي روغتون یو ډاکتر وویل، چې دوی ته د پېښې له ځایه یو مړی او درې ټپیان ور وړل شوي، خو د ټپیانو د هویت او روغتیايي حالت په اړه یې نور مالومات ورنکړل.