افغانستان

بغلان کې خونړۍ جګړې درانه تلفات پېښ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ لومړۍ، ۱۳۹۳ل): د بغلان ولایت څخه تر لاسه شوی خبر کاږي، چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې له تیرې ورځې راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي،نښته هغه مهال را منځته شوه، کله چې امنیتي ځواکونه د عملیاتو په موخه د مرکزي بغلان آب قل سېمي ته  روان ول، چې په لاره کې د طالبانو تر کمین لاندې راغلل.

د طالبانو ویاند هم جګړه تایید کړه او زیاتوي، چې اوس هم روانه ده او په وینا یې ګڼ شمېر عسکرو، اربکیانو او پولیسو ته یې درانه تلفات اړولي.

ذبیح الله مجاهد وایي، چې په دې جګړه کې تر دې مهاله له عسکرو، اربکیانو او پولیسو نه ۱۷ تنه وژل شوي او د پنځه ویشت شاوخوا کې نور ژوبل شوي.

نوموړی زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه اوس هم د دوی تر محاصرې لاندې دي.

ښاغلي مجاهد په دې اوږدې جګړې کې د خپل لوري تلفات هم تایید کړي او په خبرپاڼه کې يې لیکلي : « د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت ۳ مجاهدين ټپيان او ۲تنه د شهادت  لوړ مقام ته ورسېدل،تقبلهم الله.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x