ادبي لیکني

د شاه مير كاكا مال ساتنه

فريد احمد يوسفزى

زموږ په كلي كې شاه مير كاكا ډير مشهور بزګر ؤ، ده په مال ساتنه كې د خلكو په مينځ كې خاص شهرت درلود. ده هر ډول مال ښه ساته خو د هغوغواګانو او پسونو يې خاص اهتمام کاوه چې شيدې يې كولې، مګر غويي ته يې ځانګړې توجه كوله. په ژمي كې به يې دانې وركولى، په ګرم ځاى كې يې تاړه، هرکله به چې خلك په ودونو او خيراتونو کې سره را ټول شول د شاه مير كاكا د مال ساتنې په اړه به تود بحث روان و.

شاه مير كاكا ډير كوښښ کاوه چې ښه جوړه غويي د قولبې لپاره ولري هڅه يې کوله چې د خپل كور سخوندر وساتي چې د قولبې لپاره خپل كورنۍ مال ولري كله چې به خلكو ترې پوښتنه كوله چې ولې د خپل كور مال د قـُلبې لپاره آماده كوي، شاه مير كاكا ويل، چې زه د غويي په ساتنه كې خاص اهتمام كوم. خلكو ته نور د پوښتنې ځاى نه پاتې كيده.

د كلي هر زميندار هڅه كوله چې شاه مير كاكا دده دهقاني وکړي ځكه چې هغه د زړه له اخلاصه په ځمكه كې كار كاوه او ښه حاصلات يې لاس ته را وړل مګر شاه مير كاكا نه غوښتل چې د خپل وس نه ورهاخوا دهقاني واخلي، ځكه چې دی يوازې و، او زامن يې د كار نه وو، چې په پټيو کې كار ورباندې وكړي.

شاه مير كاكا ښه جوړه غويي درلودل او په پټيو كې به يې قولبه ور باندې كوله، په دې وخت كې يې ښه سور اچى سخوندر درلود غوښتل يې چې ورباندې جغ كېږدي. ده د قولبې جوړه ودراوه او خپل كورنۍ سخوندر يې تر جغ لاندې كړ ګوري چې ډير په آرامى سره په كيل ځي او راځي.

شاه مير كاكا په دې فكر كې شو چې زما د سخوندر لومړۍ ځل دى، چې تر جغ لاندې شو، نو ولې؟ داسې سم په كيل ځي او راځي په همدې سوچ كې ډوب و، چې په ناڅاپي ډول زموږ د كلي يو بل مشهور دهقان خان ميركاكا ورباندې غږ كړ، مبارك دې شه شامير كاكا دغه ده سخوندر دې تر جغ لاندې کړ.

– هو خان ميرخانه سخوندر مې تر جغ لاندې كړ ځكه چې دا جوړه نور د كار نه وتلي دي او غواړم چې سخوندر ته وروسته يو جوړه پيدا كړم او خپله قولبې نور په دو باندې وكړم.

– شاه مير كاكا دغه ده سخوندر ښه ځي داسې ښکاري چې ډير كار دې ورباندې کړی؟

– نه خان ميره دا لومړى ځل دى چې پرې قولبه (يوه) كوم.

– شاه مير كاكا خداى پاك دې يې له بدو سترګو نه درته وساتي.

شاه مير كاكا قولبه بس كړه كور ته راغی خپلې ښځې ته يې غږ وكړ، او ورته وويل چې جوړه غويي، سخوندر او نورو مالونو ته لږ دود وكړه، چې نن مې سخوندر نوى تر جغ لاندې كړ او ښه كار يې وكړ، ښځې يې زر تر زره مالونو ته دود وكړ او په دې شپه يې سخوندر له نورو مالونو نه لرې وتاړه او واښه يې هم ورته ډيره واچول. سخوندر په كلى او نږدې شاه او خوا نورو كليو او بانډو كې ډير مشهور شو.

ياد سخوندر ډيرې خوبېانې درلودې چې د ماشوم په لاس كې به دې يې پړۍ ورکړ، ارام به و او هیڅ ډول مستي او شوخي يې نه کوله نه يې څوک وهل، مهار يې هم نه درلود خو ډير آرام و.

كله چې شاه مير كاكا په دې يوه شوه چې د سخوندر اوږه كلكه شوه، او كولاى شي، چې د ده د ټولو دهقانيو له قولبې نه ووځي نو په دې هڅه كې شو چې جوړه ورته پيدا كړي د ډيرو ګرځيدو او را ګرځيدو وروسته يې د سخوندر لپاره جوړه پيدا كړه او پخوانى جوړه غويان يې خرڅ كړل.

شامير كاكا سخوندر ته جوړه پيدا كړه، د معمول په شان خپل ورځنی كار يې کاوه خو كله به چې يې ځمكو ته قولبه بيوله تر جغ لاندې كورنی سخوندر يو يو ښكر خپل جوړه ته اچاوه، خو شاه مير كاكا به له ځان سره دا ښكر اچول داسې ګڼل، كيداى شي د نابلدي لامل وي. د يو څو مياشتو تيريدو نه وروسته شاه مير كاكا په دې باندې پوه شوه چې نه؛ دا ښكر اچول د نابلدي له لامله نه دى بلكې دا د مستي ښكر اچول دى.

شاه مير كاكا سم د لاسه د سخوندر پوزه سورۍ كړه او مهار يې ورته واچاوه، ددې مهار اچولو نه څو ورځې وروسته يې هم يو يو ښكر اچاوه د وخت په تيريدو سره له ښكر اچولو نه پاتې شو او په ارامه به له خپل جوړه غوايي سره ته، بالاخره شاه مير كاكا لكه د پخوا غوندي خپل ژوند روزګار مخكې ووړ.

شامير كاكا اوس لكه غاړه ګرځي چې ښكرور سخوندر يې هم رام كړى دى!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x