افغانستان

ايساف د خپلو درو عسکرو او یوه پلوټ وژل منله

crashed_halicapterنن ټکی آسیا: نن د ایساف د مطبوعاتي ادارې څخه په درو جلا جلا خبرپاڼو کي ویل دا منل شوي چي د افغانستان په جنوب کي درې عسکر مړه شوي، او د بهرنیو ځواکونو په هغه فوځي الوتکه کي چي پرون ولویده یو پلوټ وژل شوی دی.

دغه خبرپاڼو کي ویل شوي چي د افغانستان په جنوب کي د ماین چاودني د جلا جلا پيښو په ترڅ کي د بهرنيو ځواکونو ۳ سرتیري ووژل شوه.

او همداسي پرون چي د کاپيسا په ولایت کي د بهرنيانو یوه جنګي الوتکه ولویده په هغه کي هم یو پلوټ وژل شوی.

ددې ترمخه ایساف ویلي وو چي په الوتکه کي دوه پلوټان وه چی دوی موندلي دي، او په پيښه کي هیڅ مرګ ژوبله نه ده را منځته شوې.

باید وویل شی چي په روان میلادي میاشتي کي تر اوسه د هغو عسکرو شمیر چی ایساف یي مرګ منلی، تر ۳۴ عسکرو پوري ورسید، د یادوني وړ ده چي د افغانستاني په اوسنی جګړه کي ښکیل ټوله اړخونه دا کوشش کوي چي خپل مړو شمیر ټیټ اعلان کړي، او د مقابل لوري دا زیات وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x