ټولنیزه برخه

په څو کرښو کې لوی مفاهیم

لیکوال: حامد افغان

(1) قوم پرستي

فرانسوي جنرال او سیاستوال چارلیس دي ګول (1890 – 1970) Charles de Gaulle وایي: په وطن پرستي او هیواد پالنه کې لومړی له خپل ولس سره مینه راځي، او په قومیت او نشنلزم کې لومړی له خپل قوم پرته له نورو ټولو قومونو کرکه او نفرت وي.

ځکه خو اوس لویدیځوال هیوادپرست دي او قوم پرستي ته یې شاکړې ده، د سیمې قومپرستان باید دا زړه پديده د لویدیځ په پیروي نوره پریږدي او د قومونو په نوم له سیاسته دي لاس واخلي.

(2) اسلامي سیکولرزم!

دوی اسلام ځکه په جومات کې ایساروي چې له جومات نه د باندي ګمراهیو او بیلاریو ته یې څوک ګوته ونه نیسي، که د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت په جومات پوري تړلی وی نو هجرت جهاد او ګڼ شمیر ازمویښتونو ته به یې څه اړتیا وه.

نن سبا د اسلامي دعوت ځیني دعوه لرونکي د اسلامي سیاست مکمل مخالفت کوي، که د دوی کار ته په دقت سره ځیر شو دوی په بله بڼه سیکولرزم ته کار کوي او یا خو لکه ځیني خلکو چې کوښښ کاوه ډيموکراسي مسلمانه کړي او د اسلامي ډيموکراسي شعارونه یې ورکول موجوده دعوتګران کوښښ کوي سیکولرزم مسلمان کړي! او شاید په اسلامي سیکولرزم اصطلاح هم سوچونه کوي.

(3) لیبرلزم

لیبرلزم د انساني شهوتونو ساتنه کوي آن که په دې لاره کې ‘عقل’ سر وخوري هم ودې خوري، اسلام د عقل ساتنه کوي که په دې لاره کې “شهوتونه” قربانېدل هم پروا نه لري، نو د عقل کمال د انسان له پاره ده او د شهوتونو کمال د حیوان له پاره.

دا د انسان حق او حقوق د ښځو حق او حقوق او داسي نور د حق او حقوقو غربي شعارونه اکثره د شهوانیت لورته شیطاني بلنې دي چې په ښایسته الفاظو او ظاهري معقولو اصطلاحاتو پوښل شوې دي، او غواړي په دې سره عامه ذهنیتونه ګمراه او بیلاري کړي.

(4) ملګرو یو له بل ځاریږئ

ملګري او دوستان مه خپه کوئ ویې وپالئ، زړونه ورته وسپړئ او مینه ورته ښکاره کړئ تېروتنې ورته وبښئ، تاسو به هم له دنیا ځئ دوی به هم ځي، بیا به مو یوبل یادیږي، ټپونه مو چې د ننه له خوا پاک کړي نه یې مه یې ګنډئ یعني پخپلو کې بحث او مناقشه وکړئ که کوم یو خطا یي اعتراف دي وکړي بښنه دي وغواړئ او نور دي بښنه ورته وکړي، ژوند ډیر لنډ دی له کینو، عقدو او حسدونو یې پاک وساتئ، مرګ بې اجازې راځي سبا به زموږ یواځي یادونه پاته یو، په خولو موسکا ولرئ او خلکو ته بښنه وکړئ. شیخ علي الطنطاوي.

زموږ د پښتو ټپې د شیخ الطنطاوي رحمه الله دا خبره په څومره لنډه او ښایسته توګه تعبیر کړې ده!:

ملګرو یو له بل ځاریږئ
ما د مجلس یاران لیدل چې جدا شوونه

(5) د مور زړه!

مور یې قاضي ته لیک ولیږه چې زما زوی مه بندي کوه او که خامخا یې بندي کوې نو زموږ په ښار کې یې بندي کړه چې کله کله یې لیدو ته ورتلی شم… د زوی جرم یې دا و چې خپله مور یې وهلې وه!! .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

واقعا عالی وو خدای د خیر درکړی

gul

خبرې نه وې سمې د کاڼو کرښي وې، کاش هرڅوک همداسی شمیرلی خوندوری ګتوری خبرې وکړی او ولیکي

Hamid afghan

ډیره مننه وروڼو خوشاله اوسې.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x