ټکنالوژي

فیسبوک نړۍ نښلولو لپاره بې پیلوټه الوتکې جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ لومړۍ، ۱۳۹۳ل): په دې وروستیو کې دغې کمپنۍ په لسگونه دندې د فضايي انجینرانو، فني کارگرانو او بي پیلوټه الوتکو متخصصينو لپاره اعلانه کړي. فیسبوک کمپنۍ غواړي چې ټوله نړۍ د انټرنیټ په وسیله سره ونښلوي. دغه کمپنۍ په نظر کې لري چې انټرنیټ ټولې نړۍ ته د بې پیلوټه الوتکو، لیزر او سټلایټ په مرسته ورسوي.

دغه کمپنۍ د نوي انجینرانو او نورو متخصصینو په مرسته غواړی وڅیړي چې څنگه کولی شي ټولې نړۍ ته د انټرنیټ اسانتیا وړاندې کړې. اوسمهال د نړۍ له دریو څخه یوه برخه د انټرنیټ اسانتیا نه لري.

نوې اعلان شوې ډیرې دندې د دغې کمپنۍ کلیفورنیا او ووډلینډ مرکزې ادارو کې دي چېرې چې گومان کیږي دغه څیړنه به پیل او پر مخ ولاړه شي.

دغې کمپنۍ مشر ذوکربرگ وویل: «زمونږ اصلی موخه له دې پروژې څخه د نړۍ هر یو کس ته د انټرنیټ اسانتیا او د هغوي لاس رسۍ د انټرنیت ابتدايي کارونې لپاره ده.»

فیسبوک کمپنۍ یوازینی موخه له دې کار څخه له خلکو سره مرسته نه بلکې خپل تجارت پراخوالی دی. اوسمهال فیسبوک ۱.۳۵ بلیونه کاروونکي لري په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ نفوس ۷.۱ بلیونه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x