افغانستان

هلمند: پخوانۍ ولسوال او د سولي د عالي شوری اوسنې غړی ووژل شو

da_marja_wlaswalنن ټکی آسیا: په هلمند کي د مارجې پخوانۍ وسلوال او د سولي د عالي شوری د هلمند څانګي اوسني غړي حاجي محمد ظاهر ووژل شو.

نومړي تیر ماسختن په سیمه ایز وخت اتو بجو پر مهال د لښکرګاه د ښار د ( کارته لګن) په سیمه کي د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

ویل کیږی چي کله مارجه امریکایانو د پراخ عملیاتو په پایله کي ونیوله، او د ولسوالۍ په توګه یی اعلان کړه نو لومړي ولسوال یې حاج محمد ظاهر وو، چي د شپږو میاشتو ولسوالۍ وروسته یې خپلي دندي نه استعفاء ورکړه، او د سولی په عالي شوری کي غړی سو.

د سولي د عالي شوری مرکز که څه هم په کابل کي دی، خو دغه شوری په ولایتونو کي هم څانګي لري، او هر ولایت کي خپل غړي لري، تر څو د ولایاتو په کچه د مخالفینو سره خبري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x