افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان به له سختو ستونزو سره مخ شي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): په ملګرو ملتونو کې د ځينو هېوادونو استازي وايي چې په راتلونکو کلونو کې به افغانستان له سختو ستونزو سره مخ شي.

ملګرو ملتونو تېره پنجشنبه له افغانستان سره د همکاري تړون لاسلیک کړ، چې ځينو يې د افغانستان راتلونکې اندېښمنوونکې وګڼله.

په ملګرو ملتونو کې د المان هېواد د استازي مرستیال هایکو توماس وايي په تېره لسیزه کې افغانستان وړاندې تللی دی، خو دا مو هم باید په یاد وي چې په راتلونکو کلونو به کې به له سختو ستونزو سره مخ شي.

د نوموړي په خبره د تېرې لسیزې د لاسته راوړنو لپاره باید له دې هېواد سره همکار واوسو.

د دوی په خبره له نړیوالو ځواکونو نه افغان عسکرو ته د مسوولیت لېږد یوه داسې مرحله ده چې باید بې همکاري پاتې نه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنین وویل د ملګرو ملتونو له غړو مننه وکړه او ويې ویل چې د ګډ حکومت مبارزه به اداري فساد او مخدره توکو قاچاق له منځه وړي او په خبره د افغانستان اقتصادي وضعیت به ښه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې مشر ویلي چې امریکا په تېرو کلونو کې د افغانستان په اقتصادي بریا کې پاتې راغلې.

په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې مشر جان سوپکو یو. ایس. اې. ټو ډې ورځپاڼې ته ويلي چې که امریکا غوښتی، نو په تېره لسیزه کې يې د افغانستان اقتصاد په پښو درولی شوای.

سوپکو وايي چې که د افغانستان په خپلو طبعي زېرمو کار شوی وای، نو یو ټرلیون ډالر ډېرې کافي پیسې وي،خو په خپره ي د اداري فساد له امله اوس لږ پیسې هم له خطر سره مخ دي.

یاده دې وي چې ملګرو ملتونو تېره پنجشنبه له افغانستان سره د همکارۍ پرېکړه لیک لاسلیک کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x