نظــر

په کابل کې د بلجیم سفارت بندیدل د خطر لومړنی زنګ

لیکوال: شاهد غزنیوال

پرون خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې بلجیم هیواد غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پوځي ماموریت له پایته رسیدو سره سم په کابل کې خپل سفارت هم وتړي.

په کابل ښار د طالبانو وروستيو پرلپسي بریدونو په خلګ سخت اندیښمن کړی او د هغوی په مخنیوي کې یې هم د بهرنیو او هم دولتي ځواکونو وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

که څه هم چې د بلجیم هیواد خارجه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د خپل سفارت بندولو لامل د خپل هیواد ناوړه اقتصادي وضعیت ښودلی، خو د امنیتي او سیاسي شنونکو له نظره د کابل وروستۍ نا أمنۍ د بلجیم هیواد د سفارت په بندولو کې اساسي رول لري.

د قوس د میاشتې د ۲۸ نیټې پر ماخوستن په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په تر ټولو خوندي اوحساسې سیمې greenvillage (زرغون كلي) باندې د طالبانو پوځي برید د خپل نوعیت له مخې تر ټولو هیښوونکی او په كابل کې د بهرنیو نظامي ځواکونو ترڅنګ دیپلوماتکو مراکزو ته هم له خطر نه ډک پیغام له ځانه سره درلود.

دغه دخطر پیغام په داسې مهال کې خپریږي چې ۲۰۱۴ کال وروستۍ شپې ورځې دي.

معمولا په راتلونکي میلادي میاشتې (دسمبر) کې لوړ پوړي امریکايي او نور غربي چارواکي کابل ته دخپلو پوځیانو د لیدو او له هغوي سره د Christmas (کریسمس) په خوښیو کې د ګډون لپاره کابل ته راځي.

که چیري په کابل ښار کې د نا امنیو کچه پر همدغه پیمانه وي د دې احتمال شته چې نور هم ډیر بهرني هیوادونه د بلجیم هیواد په پله پل کیږدي او خپل سفارتونه په کابل کې وتړي، نه دا چې د تیر په څیر د هغوي دولتي چارواکي کابل ته راشي.

په هیواد کې میشت بهرني ځواکونه او په کابل ښار کې د هغوی دیپلوماتیک مراکز ځکه د هیواد پر امنیتي وضعیت بي باوره دي چې د هغوی د ۱۳ کلنو پوځي او امنیتي هڅو په نتیجه کې منځته راغلی د ملي یووالي حکومت د خپلمنځي اختلافاتو له وجې په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د امنیت توان له لاسه ورکړی.

د کابل دولتي کشفي او امنیتي ارګانونه د امنیت د دې پرځای چې د ښار امنیت خوندي کړي په یو لړ داسې تظاهرانه نمایشي هڅو لګیادي چې هغه نور هم د امنیت په اړه د کابل ښاریانو بي باوري زیاتوي .

تیره ورځ دملي امنیت چارواکو اعلان وکړ چې دوی د ولسمشر پر لومړی مرستیال جنرال دوستم باندې ۵ تنه د برید تر سر کولو په تور د لیندۍ دمیاشتې پر ۲۸ نیټه نیولي.

دقوس دمیاشتې پر ۲۷ نیټه جنرال دوستم لومړنی دولتي چارواکی وه چې په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په تدارکاتي کمپنۍ د تر سره شوي برید په غبرګون کې وسله وال طالبان وګواښل.

دجنرال دوستم د ګواښ او پر هغه باندې د تر سره کوونکو بریدګرو دنیولو عملیات یوه ورځ تفاوت لري ، د دولتي چارواکو له دا ډول نمایشي اقداماتو څخه داسې شکاري چې هغوی غواړي نور هم خپل ځان خلګو ته موثر وښیي، نه داچې د خلګو د امنیتي ستونزو په لمنځه وړلو کې عملي اقدام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx