ادبي لیکني

دکیږدۍ ادبي بهیر اونیز راپور

لیکوال: محمد انورعلیمي

دکیږدۍ ادبي بهیر لسمه ناسته به زمالپاره یوه نه هیریدونکې خاطره وي چې دکوچیانو لیسه يې دشنبې ورځ دلړم په څلورویشتمه شاهیده وه دقرانکریم ښکليوتورو دمحمد ذاکر ذاکري په خواږه غږ کې دناستي پیل دزم زم داوبو په شان وځلاوه ددریځ چاري رحمت الله حکیمي په غاړه لرلې اومحمد انور عليمي دمشر میلمه ځای ناستي ته وغوښت دتیر اونۍ راپور فضل الرحمن مشعل ګډونوالو ته وړاندي کړ، ویاند په دې موزن کلام دادبي درس لپاره سیدالله احمدي ته بلنه ورکړه

په دوی کې خو دسر خلک  وي سترې سرمايې

په موږ کې خو دسر خلک ددار لپاره وي

دچپ ناستي دې جار شم لیږ خو ووایه جانانه

حجرې دپښتنو خو دبنډار لپاره وي

دمینيمالیزم ترسر لیک لاندي موضو ع احمدي ګډونوالو ته وړاندي کړه نوی والی پکې له ورایه  معلومیده (لنډکۍ کیسه، لنډکی شعر اوکاریکاتو ) ددې ژانر زیږند وبلل دمینیمال په اړه يې داسي ویل (هغه احساسات چې دلیږدولو اړتیاوي په لږو ممکنه کلماتو کې انځورشي منیمالیزم بلل کیږي ) درس ډیر خوږ وو او ناستو کسانو هم ورسره بدرګه کاوه محمد انور علیمي له ډیري کلکي منني سره منیما ل(مینيمال) وباله اويې ویل (مینیمال یا کیسه ګۍ په ادبیاتو کې یونوی ژانر او د لنډې جملې په معنا دی، دغه راز جمله باید خلاصه وي، یو څه پېچلتیا و لري، فکر ته اړوېستونکې وي، ښکلې وي او باید په داسې طرز سره لیکل شوې وي چې نقطه یا ټکی و نه لري) رحمت الله حکیمي چې دخوښۍ نښو يې له تندي رڼ میدان جوړکړی وو (مینیمایزاو مګزمایز) دریاضي له نظره (کوچنیوالی او لویوالی ) وښود چې دپښتو ادب ته يې هم لاره پیداکړه دپښتو په ادبیاتو کې کوچنیوالی او لوی والی دفورم په لحاظ موجودی دی په لنډو الفاظو کې دډیر شی ویل لکه ( لوی کور دولس کور دی ) او نوموړی ژانر يې تر ادبي ټوټې وړاندي وباله ددې اونۍ ادبي درس ځانګړی خوند لاره دلیکوال او ګډونوالو له خوا په یوه او بله کش کیده  ویاند دکرتنې په برخه قدم کیښود همت الله همت خپلې دوه لنډکۍکیسې د(مسافري او ولور ) تر سرلیکونو لاندي کره کتنې ته وړاندي کړې رحمت الله حکیمي دهمت الله دلومړیو کیسو په اړه وویل دکیسه ګیو نومونه ،منځپانګه ډیر ښه دي او زیاته يې کړه چې ښه لیکوال لومړی څه لیکي او ورسته ورته نوم ټاکي او په لیکوالۍ کې تجربې او تختکې مهارت ښه رول لري چې لیکنې ته ښکلا وربښي محمد ذاکر ذاکري وویل واقعاً چې جملې يې ډیر لنډي او پراخ مفهوم لري خودمسافر تر نوم لاندي لنډکۍ کسې ورستۍ جمله (دموږ دې وال خو دارې کال کیږي سر په سر مسافر دی ) ناسمه وبلله او که داجمله (یوه میاشت يې لانه وه پوره ) داسي وای ښه معلومیده (میاشت يې لاپوره نه وه ) سیدالله احمد دکورني ژوند ښه تصویروباله او دمکالمو اوښه پیغام ستاینه يې وکړه جمعت الله يې دبدو رواجنو په اړه دزړه خبري بولي رحمت الله حکیمي دمسافري په اړه له انفرادي غوښتنې سرسره یوه ټولنیزپیغام ، درد او عاطفې لرونکې کیسه بولي ويې ویل په کیسه کې دهمت الله یوبل همت یوه انتقادي لیکنه ښه وکڼله زیاته يې کړه چې لسمه ناسته به زما لپاره یوه ځانګړې او نه هیریدونکې خاطره وي ورسته یوه شرنګیدلې مشاعره ترسره شوه او مازدیکر دحکیمي صیب تر امامت لاندي له لمانځه ورسته دپای دوعایه ولوستل شوه

په درنښت

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x