خوست: په ښار کي دننه دوې پر لپسې زوروري چاودني وشولې

Sahab_Khost_bomb_video_220210_NDنن ټکی اسیا: نن ماسختن ناوخته د خوست په ښار کې دوې زوروري چاودني وشولې.

د خوست څخه ځیني عیني شاهدانو ویلی چي یوه چاودنه د یو هوټل مخته پر ولاړ یو سرف ډوله موټر پوري د نښلول شوي ماین له وجي وشوله، چي په نتیجه کې یوازي موټر ویجاړ شوی او کومه مرګ ژوبله یې نه ده را منځته کړې.

او بله چاودنه د حمام مارکیټ په سیمه کي د موبایلونو د پلورلو په یو دکان کي را منځته شوه، چي دکان يي زیانمن کړی مګر د ژوبلي په اړه یې تر اوسه راپورنونه نه دي ترلاسه شوي.

تر اوسه د دې دواړو چاودنو پړه کوم لوري په غاړه نه ده اخیستې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د