افغانستان

افغان چارواکو د پاکستان سره د تورخم لاره تړلې

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱، ۱۳۹۳ل):  په سرحدي سیمه کې د پاکستان خواته په یوه جوړېدونکي تعمیر باندي د اعتراض له کبله افغان چارواکو د تورخم لاره تړلې.

د تفصیلاتو سره سم نن سهار د پاکستان تلویزوني چینل ای آر وای (ARY) په یوه بیړني خبر کې وویل چې د تورخم لاره وروسته تر هغه وتړل شوه، کله چې د افغانستان اړخ ته چارواکو د پاکستان طرف ته په یوه جوړیدونکي تعمیر باندي اعتراض وکړ، او زیاته کړې چې د لاري د بندیدو له کبله په سیمه کې د موټرو او خلګو زیات بیروبار جوړ دی، د سیمي مسافر او تجاران ټول پریشانۍ په حالت کې د سړک په غاړه بندي لاري ته ناست دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې دوی د افغاني چارواکو سره په تماس کي دي، چې لاره یو ځل بیا پرانیزي، او مسافرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي، او د نورو اختلافونو د لیري کولو لپاره به ډیر ژر ورسره خبري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x