نظــر

د ډیپلوماتیکې تیښتې پیل

لیکوال: أبوعابد

د بلجیم یا بلژیک د بهرنیو چارو وزارت وړمه  ورځ اعلان وکړ، چې په کابل کې خپل سفارت تړي او خپل کارکوونکي او دیپلوماتان  په پاکستان کې ددې هیواد سفارت ته انتقالوي.

بلجیم د ناټو غړی هیواد دی، چې په افغانستان دهمدې جنګي اتحاد لخوا په یرغل کې یي فعاله ونډه درلوده، بلجیم په سلګونو مسلح سرتیري افغانستان ته راوستي و، چې په کابل، کندهار او کندز کې یې د ناټو دنورو یرغلګرو عسکرو ترڅنګ اشغالګرانه دنده پر مخ وړه ، دې هیواد خپلې یو شمیر ایف ۱۶ جیټ الوتکې هم افغانستان ته راوستې وې چې دکندهار له هوایي ډګره یي دافغانستان په کلیو بمونه ورول، دې هیواد یوه لسیزه وړاندې  دافغانستان په چارو کې ډیره دلچسپي درلوده، دا اروپا دا کوچنی هیواد چې له خپلو نورو ګاونډیو کمزوری ایسي شاید شوق به يي درلود چې په افغانستان کې دیوې سیمې په اشغال او کالونۍ په جوړولو سره د خپل استعمار شوق خړوب کړي او  په دې ډول خپل اروپایي استعماري ماهیت په زباد ورسوي.

مګر اوس چې له یوې خوا د بلجیم سرتیري له افغانستانه په تیښته دي، له بلې خوا دیپلوماتان هم  بار او بسترې ټولوې او  منډې ته ځان جوړوي، داسې ښکاري لکه د بلجیم چارواکي چې دافغانستان داشغال او کالوني کولو اروپایي ارمان بیرته له ځان سره اروپا ته وړي .

د بلجیم ډیپلوماتیکه انخلاء  او دسفارت تړل د افغانستان په مسئله کې د یرغلګرو د شکست او اضطراب له یو بل اړخ څخه پرده پورته کوي او داسې معلومیږي،چې د اشغال په شوق راغلي یرغلګر اوس له دې خاورې بیخي خواتوري شوي دي، نوځکه نه یوازې پوځيان ترې ستنوي بلکې خپل دیپلوماتان او عادي اتباع هم په کې نه پریږدي.

پوښتنه داده چې که  له جګړه ایزو سیمو د بلجیم پوځیان د طالبانو دبریدونو  او درنو تلفاتو له امله تښتي د پلازمینې کابل له ګرین زون څخه ددې هیواد دیپلوماتانو ته ولې د فرار قومنده ورکول کیږي؟

دا پوښتنه که څه هم چارواکي او مطبوعات یي نه راسپړي، خو رښتینی ځواب یي دادی،چې بالاخره د اطرافي سیمو غوندې اوس په ښاري سیمو او ترټولو محفوظو ساحو کې هم بهرنیان په امن نه دي، د تیرې سه شنبې په شپه طالبانو دکابل ښار په ختیځ کې د ګرین ولیج په نوم دامریکایانو په یوه خورا محفوظ میشت ځای بریدوکړ او درانه تلفات یي ورواړول، تردې وړاندې د کابل ښار غوندې په هرات ، کندز، کندهار او نورو سیمو کې هم د یرغلګرو هیوادونو په حساسو مراکزو بریدونه شوي وو، د همدا ډول بریدونه له امله  په هرات کې دامریکایي قونسلګري هم تړل شوې وه ، چې اوس دادی خبره د سفارتونو تر تړلو رسیږي.

له اوس نه دوه لسیزې مخکې هغه مهال چې اروپایي او امریکایي هیوادونو په افغانستان کې مداخله نه کوله او نه یي داشغال لپاره لښکرې رالیږلې وې، هغه  وخت مې په یاد دي چې اروپایي خبریالان، مرستندویان او نور ناپیژندویه کسان په افغانستان کې ازاد ګرځیدای شوای، دبي بي سي انګریزه خبریاله لیزدوسیټ  ، د رورا باکرغوندې امریکایي سناتوران دغه ډول نور غربیان دافغانستان په کلیو کې ګرځیدای شوای، چې کوم د خطر احساس یي نه کاوه، افغانانو هم چې له دوی څخه کوم مخامخ خطر یي نه لید ترخپله وسه یي په دوی نه یوازې کار نه درلود بلکې خپله دودیزه افغاني میلمه پالنه یي هم ترې کوله .

خو کله چې اروپایي یرغلګرو په افغانستان برید وکړ، دا هیواد یي اشغال کړ او په اولس یي دخپلې سلطې دمنلو  هڅه پیل کړه، افغان اولس هم دوی د خپلو دښمنانوپه حیث وپیژندل او په ټولو وسائلو یي هڅه پیل کړه چې له دې هیواده یي وباسي.

دادی نن سبا د غربیانو له ټولو پوځي او امنیتي هڅو سره سره دوی په خپلو ترټولو محفوظو  مراکزو کې هم ځان خوندي نه احساسوي، نو ځکه نه یوازې  خپل پوځیان باسي بلکې خپل دیپلوماتان او عادي اتباع هم له دې هیواد خارجوي .

د بلجیم یو مخیزه تیښتې د یرغلګرو هغه  وعدې او تړونونه  دروغجن ثابتوي چې له خپلو محلي ملګرو سره یي امضاء کوي، دې تیښتې وښوده ، چې که ځمکه ورباندې سره شي نو پاته یرغلګر به هم د یومخیزې تیښتې اراده وکړي او خپل حلیفان به لاوارثه پریږدي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx