افغانستان

په چاودنه کې د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: دفاع وزارت نن د شنبې په ورځ وویل چې په تیر ۴۸ ساعتونو کې د ملي اردو لږ تر لږه پنځه تنه عسکر ووژل شول.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر اعظمي د پيښي په اړه نور معلومات ورنه کړل، او نه یې هم د پيښي دقیق ځای په نښه کړ، خو ووې ویل د یوه ماین په چاودنه کې چې د سړک په غاړه باندي ایښودل شوی وو، د ملي اردو پنځه تنه منسوبین ووژل شول.
اعظیمي نور تفصیل نه دی ورکړی.

جنرال ظاهر اعظیمي رسنیو ته په وینا کې داهم وویل چې د هیواد په مختلفو برخو کې د ملي اردو په عملیاتو کې  ۲۶ وسلوال مړه او ۲۳ نور ټپيان دي.

بل خوا د دفاع وزارت په ویب پاڼه کې په یوې نشر شوي خبرپاڼي کي ویل شوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو ۸ تنه عسکر وژل شوي دي، چې په دې سره د ټولو وژل شویو عسکرو شمیر تر ۱۳ تنو ته رسیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اعظیمي دغه څرګندوني ناسمي بولي، او زیاتوي چې دوی نن په بغلان کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ عسکر مړه او ۲۵ نور ټپيان کړل، او زیاتوي چې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې اوس هم جګړې په شدت سره رواني دي.

بل خوا ویل کیږي چې د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې هم د ملي اردو په میشت ځایونو پراخ بریدونه شوي، چې لا یې د مرګ ژوبلي کره شمېره نه ده معلومه.

باید وویل شي چې نن د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د جنايي امر په موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، چې له کبله یې نوموړی ټپي شوی او په موټر کې ورسره سپور ورور یې وژل شوي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
noyazmohamad

زه نیاز محمد دلغمان اوسیدونکی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x