افغانستان

نن ټکی آسیا: ایساف نن د خپل یو بل سرتیري د مرګ اعلان وکړ

killed_in_afghanistan_helmandپه کابل کي نن د ایساف مطبوعاتي دفتر اعلان وکړی چي نن د افغانستان په ختیځ کي ددوی یو سرتیري د مخالفینو د برید په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ایساف د وژل شوي عسکر هویت او د مرګ دقیق ځای نه دي ښودلی.
خو د طالبانو ویاند ‍ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چي نن طالبانو د کاپیسا ولات د تګاپ په ولسوالی کی پر بهرنیو ځواکونو برید وکړ

چي له امله یې ۳ تنه بهرني عسکر ووژل شوه.
مجاهد وویل (په دې برید کي یو تن طالب شهید او دوه نور ټپيان شوه).
د یادوني وړ ده چي ددغه عسکر د مړیني په اعلان سره د بهرنيانو له خوا په روان میلادي میاشت کې د اعلان شوو مړو شمیر ۳۰ تنو ته ورسید.

د یو بل خبر له مخي د ایساف مطبوعاتي دفتر منلې چي ددوی یوه عراده موټر د ماین چولو له کبله زیانمن شو، مګر د مرګ ژوبلي په اړه یې څه نه دي ویلي.

مګر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي هغه پيښه کومه چي نن د ننګرهار ولایت د شیرزاد په ولسوالې کي را منڅته سوله، په کښي دوه بهرني عسکر مړه او دوه نور ټپیان شوه.

وړمه ورځ هم په دغه سیمه کي پر بهرنیانو یو ماین چاودېدلی وو، چي له کبله یي موټر ته زیان رسولی وو، او د طالبانو په وینا په کښي ۴ کسه بهرني سرتیري وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x