افغانستان

ولسي جرګې پر تړون د بحث وخت بدل کړ

 

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): نن د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل چې سبا یکشنبه به د ولسي جرګې د بحث موضوع د کابل ـ واشنګټن ترمنځ امنیتي تړن وي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون متن نږدې دوه اوونۍ وړاندې ولسي جرګې ته لېږل شوی وو، چې لا يې هم پرې بحث نه دی کړی.

تېره ورځ د ولسي جرګې مشر او ځینو غړو رسنیو ته وویل چې ارګ پر دوی فشار راوړي چې باید د دغه امنیتي تړون لاسلیک تایید کړي.

عبدالروف ابراهیمي تېره ورځ وویل چې دوی به راتلونکې چهارشنبه د ولسي جرګې د بحث په اجنډا کې تړون هرو ـ مرو شریکوي، خو داسې ښکاري چې فشارونو يې د بحث وخت را لنډ او سبا ته په اجنډا کې شامل شو.

ځینو وکیلانو پر دې اندېښنه ښکاره کړې ده چې حکومتي چارواکي د پیسو، مېلمستیاوو او نورو وسیلو په بدل کې له تړون سره مخالف وکیلان دې ته اړ کوي چې دغه تړون تایید کړي.

خو حکومتي سرچینو د وکیلانو دې اندېښنې ته تراوسه ځواب نه دی ویلي.

تر دې وړاندې د ګډ حکومت د ملي امنیت د سلاکار په شمول ځينو حکومتي چارواکو د ولسي جرګې له ځينو غړو سره د پردو ترشا بحثونه هم کړي و، چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر يې په اړه خوښي او ډاډ څرګند کړ.

د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي تړون د ګډ حکومت په دویمه ورځ لاسلیک شو، چې له مخې به يې د هېواد په نهو ستراتېژیکو موقعیتونو کې امریکايي عسکر مېشت کېږي، او د تړون له مخې به یواځې د سیمې څار او د افغان عسکرو روزنه په غاړه لري.

تازه خبرونه وايي چې را روان میلادي کال به هم امریکا په افغانستان کې له روزل شویو عسکرو سره جوخت عملیات ترسره کوي، چې په امینتي تړون کې پر دې اړه څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x