افغانستان

اشرف غني صلاح الدین رباني ملي شخصیت بللی او د هغه استعفاء يې رد کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني له خپلې دندې د استفعاء غو ښتنه  د اشرف غني له لوري ونه منل شوه.

د سولې د عالې شورا سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د د دې شوار د رییس صلاح الدین رباني استعفاء بېرته رد کړه.

قاسمیار وویل چې د صلاح الدین رباني د استعفا دلیل دادی چې په هېواد کې د سولې لپاره  زمینه جوړه شي.

ښايي  قاسمیار هم د صلاح الدین رباني مشرۍ د سولې په لاره کې خنډ ګڼلې وي.

د سولې عالي شورا سلاکار وايي چې اشرف غني صلاح الدین رباني یو ملي شخصیت وباله  او ویلي يې دي چې د سولې په پروسه کې د نوموړي شخصیت اغېزناک ګڼل کېږي.

اشرف غني دا هم ویلي چې صلاح الدین رباني باید د سولې شورا د پخواني مشر او د هغه دپلار برهان الدین رباني ارمانونه پوره کړې اوباید په دې شورا کې پخپله دنده پاتې شي.

دا په داسې حال کې دی، چې سیاسي مبصرين د سولې شورا هڅې خورا کمزورې بولي او په تېرو کلونو کې يې تر اوسه کومه لاسته راوړنه د نمونې په توګه نه شي وړاندې کولای.

ځينې شنونکي وايي چې ښايي د اشرف غني له لوري د صلاح الدین رباني د استعفا نه منل به د هغه اعتبار ته نور هم زیان ورسوي، سره له دې چې نوموړي د کار اهل کار ته د سپارلو ژمنې هم کړې دي.

د سولې پخوانی مشر د صلاح الدین رباني پلار، برهان الدین رباني د ۱۳۹۰ کال په تله میاشت کې په یوه سرتيري برید کې پخپل کور کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

فکر کوم دا شین غل

د وزرات خارجی وړ نه بلل کیژی

په همدی وجه کیدایی شی همدلته سیاسی ستایل شوی وی تر څو د کابینی د تکمیل څخه ورسته
یی ښه مفلس وساتی او مجبور شی بیا استعفی ورکړی

غوربندي

ماليم صيب

د چرګوړي رباني ساتل د سولې په شوری کې یو خیانت او په بهرنیو چارو وزارت کې ګمارل یی بل خیانت او ملي شخصیت نومول یی هم بل خیانت ده.

اوس هم هیڅ داسې باور نشته چې د بهرنیو چارو وزارت به له جنایتکارې ټلوالې پرته بل چا ته ورکول کیژي.

مفکرصیب نباید په سر کې ګلمرجان خېلو ته پُشت (شاټیټی) شوی وای

ګلمرجان! ډیو ډیو !!

Malim

وروره په دښمن څوک سولی نه کوی ته هم دومره ساده مه جوړیژه اشرف غنی ګنجی او پلاستکی معده لری خو دومره احمق او ساده نه دی لکه څمره چه ته فکر کوی د سولی چاری لا پځوا مولوی عبدالروف خادم – مولوی ګل اغا – مولوی عبدالقیوم ذاکر – مولوی متقی – مولوی متوکیل – مولوی عبدالسلام – مولوی مجاهد – مولوی احسان الله مطمین – مولوی حمد الله – او داسی نورو غښتلو افرادو ته په زیر پوښښ ډول سپارل شوی چه هغوی د اسلامی او ملی اصولو سره سم روان دی دا طاهر خبری د سیاسی حلاتو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x