ارزګان: په هوايي ډګر یو شمیر بهرني ځواکونه ټپیان شوي
نن ټکی آسیا: تیره شپه د ارزګان ولایت پر هوايي ډګر باندي د طالبانو له خوا دوه توغندی ویشتل شوي، چي له کبله یي یو شمیر بهرني سرتیري ټپیان شوي دي.
د ایساف له خوا ویل شوي چي یو شمیر عسکر سرسري ټپيان شوي، مګر د شمیر په اړه یي څه نه دي ویلي. او زیاته کړې ده چي کوم سرتیری وژل شوی هم نه دی،
او په هوايي ډګر کي ورځني فعالیتونه د پخوا په شان عادي دي.
د بلي خوا د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي ویلي چي طالبانو دوې توغندي د ارزګان په هوايي ډګر باندی وار کړي، چي دواړي پر هدف لګیدلي، چي له کبله یې ځانی او مالي زیانونه هم رسیدلي دي.. خو په اړه یی کره معلومات نه درلودل.