
د تورخم لاره له څو ساعته بندښت وروسته، بېرته خلاصه شوه
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): نن سهار مهال د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره وروسته له هغه د ترافیکو پرمخ وتړل شوه، چې د پولې په دواړو غاړو د افغان ملي اردو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جنجال راپورته شو.
نن سهار د پاکستان تلویزوني چینل ای آر وای (ARY) په یوه بیړني خبر کې وویل چې د تورخم لاره وروسته تر هغه وتړل شوه، کله چې د افغانستان اړخ ته چارواکو د پاکستان طرف ته په یوه جوړیدونکي تعمیر باندي اعتراض وکړ، او زیاته کړې چې د لاري د بندیدو له کبله په سیمه کې د موټرو او خلګو زیات بیروبار جوړ دی، د سیمي مسافر او تجاران ټول پریشانۍ په حالت کې د سړک په غاړه بندي لاري ته ناست دي.
ویل کېږي پاکستاني پوځیانو تر ډېورنډ دې لوري ته د ودانۍ جوړولو هوډ درلود چې افغان عسکرو پرې اعتراض وکړ او په پایله کې يې د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره وتړل شوه.
شېبه وړاندې د دواړو لوریو ترمنځ ستونزه پای ته ورسېده او دغه لویه لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
یاده دې وي تر دې وړاندې هم د ډېورنډ پولې ته څېرمه د افغان او پاکستاني عسکرو ترمنځ اخ وډب رامنځته شوی و، چې ډېر وخت يې زیان عامو وګړو ته رسېږي.
ویل کېږي د جلال اباد ـ تورخم په لویه لاره د سلګونو مسافرو ځنډېدلو بېر وبار جوړ کړی، چې ښايي تر ماښامه لویه لاره د بېروبار په خاطر له ستونزو خالي نه وي.