افغانستان

په هلمند كې د پوليسو په جامو كې د شپږو وسلوالو طالبانو د نيولو خبر وركړل شو

amrs_decovered_kabulځايي امنيتي چارواكي وايي چې ياد كسان درى مياشتې وړاندې د پوليسوپه ليكوكې سوق شوي وواودا مهال يې هم په پوليسوكې دنده ترسره كوله چې د جمعې په ورځ د پټومعلوماتوپربنسټ درى تنه د پوليسوپه جاموكې له درى ميله وسلواودرى تنه يې په شخصي جاموكې نيول شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگارد شنبې په ورځ خبريالانوته وويل چې ياد كسان د جمعې په ورځ له ترهگرى سره د مبارزې دپوليسود پټومعلوماتوپه بنسټ د لښكرگاه ښارپه صافيانوسيمه د ځانگړيوعملياتوپه ترڅ كې نيول شوي دي.

دده په وينا چې دغه كسانوغوښتل د پوليسوله جاموڅخه په گټې اخيستنې سره په لښكرگاه ښاركې په دولتي كاركوونكوترهگريزبريدونه ترسره كړي چې له بريدونووړاندې ونيول شول.

قوماندان انګار وايي له تروريزم سره د مبارزې مديريت د يولړاطلاعاتو پربنسټ باندې د تصفيوي عملياتو په نتيجه كې شپږ تنه نيولي دي چې هغو د ښار په بيلا بيلو ساحو كې تروريستي عمل سرته رساوه د پوليسو يونيفورم يې اغوستى و نيول شوي دي.

په همدې حال كې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي چې ياد كسان درى مياشتې وړانې د پوليسو په ليكو كې سوق شوي اوپه دې برخه كې يې كافي روزنه هم ترلاسه كړې اويوتن پكې د وسلوالو طالبانو د وتلي قوماندان ملاحبش مرستيال دى چې د جمعې په ورځ د پوليسوله جامو، درى ميله تومانچو اويوه عراده رنجرموټرسره ونيول شول.

بل پلو د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتروايي چې د جمعې په ورځ په نوزاد ولسوالى كې د يوه ماين په چاوده كې دوه ولسي وگړي وژل شوي اويوه ښځه ټپي شوې ده.

اسد الله زړه سواند- کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x