افغانستان

نیویارک ټایمز: امریکا په افغانستان کې بیا جګړو ته مخه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې وروستیو کې یو داسې پټ فرمان صادر کړی چې له مخې به یې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وکولای شي په ۲۰۱۵م کال کې هم د طالبانو او القاعده پر ضد په نظامي عملیاتو کې برخه واخلي.

له دې مخکې اوباما ویلي و چې نور به یې په افغانستان کې جګړه ییز ماموریت پای ته ورسېږي او ځواکونه به یې یوازې د افغان ملي ځواکونو په تجهیز او روزنه کې برخه واخلي.

پخوا اوباما ویلي و چې د ۲۰۱۶م کال تر پایه به د افغانستان جګړه رسما پای ته رسوي.

د اوباما نوی فرمان امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د ټولو هغو ډلو پر ضد جګړه کې برخه واخلي چې افغان حکومت او افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه ګواښي.

نیویارک ټایمز د امریکا د ستراتیژۍ د بدلون تر سرلیک لاندې نوي راپور کې لیکي چې دا فرمان همداراز امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د جنګي الوتکو او ډرون طیارو ته هم اجازه ورکوي چې په جګړه کې برخه واخلي.

راپور لیکي چې تېره مۍ میاشت ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به په ۲۰۱۵م کال کې په افغانستان کې جګړه ییز ماموریت ونه لري او په افغانستان کې د پاتېدونکو ۹۸۰۰ امریکايي ځواکونو ماموریت به یوازې د افغان ځواکونو روزنه او «القاعده پورې تړلیو ډلو» پر ضد جګړه وي.

نیویارک ټایمز د امریکايي ستراتیژۍ د دې بدلون لامل د سپينې ماڼۍ او دفاع وزارت ترمنځ د تاودو بحثونو پایله بولي. که څه هم اوباما په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو ژمنه کړې وه؛ خو دفاع وزارت ورسره په دې ژمنه کې موافق نه و.

طالبانو په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په څو ولایتونو کې امریکايي ځواکونه په نښه کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې ګومان کېږي  د طالبانو وروستۍ وژونکې حملې د دې نوې ستراتیژۍ لامل شوې چې ډېرو امریکايي ځواکونو او تاسیساتو ته په کې سخت زیانونه رسېدلي. له پخوانۍ ستراتیژۍ سره د پنټاګون مخالفت شاید له همدې امله وي.

کله چې امریکایان له عراق څخه د ۲۰۱۱م کال په پای کې ووتل، هلته اسلامي دولت وکولای شوای چې د عراقي حکومتي ډلو له مخالفتونو څخه په ګټه اخیستو پراخې سیمې لاندې کړي او خپلواک حکومت اعلان کړي.

پنټاګون او سپينه ماڼۍ وېره لري چې په افغانستان کې هم طالبان د اسلامي دولت په څېر ښارونه ونه نیسي. له سږنیو ټاکنو وروسته افغان حکومت د عراقي هغه په پرتله ډېر کاواکه دی.

له بلې خوا بیا د جمعې په ماښام کې لوړپوړي امریکايي چارواکي نیویارک ټایمز ته ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه به راتلونکی کال به منظمې ګزمې او یرغلیز عملیات نه کوي: «موږ به نور یاغیان په نښه نه کړو، ځکه چې دوی د طالبانو غړي دي». دغه چارواکی زیاتوي: «که چېرې طالبان په مستقیم ډول امریکايي یا ایتلافي ځواکونه وګواښي یا هم له القاعدې سره مرسته وکړي بیا به یې پر ضد اقدام کوو».

په افغانستان کې د امریکايي حکومت د سترایيژۍ دا بدلون له لاسلیک شوي امنیتي تړون سره هم په ټکر کې دی.

تر دې دمه افغان حکومت او یا هم طالبانو په دې باب غبرګونه نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x