افغانستان

دامریکایانو یوه فوځي الوتکه دکاپیسا په ولایت کي راپریوته

american_helecotor_catch_firer (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۳) افغانستان: دآیساف مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی دی چی ددوي یوي عسکري الوتکي دکاپیسا په ولایت کي بیړنئ ناستی کړی ده، خو له سیمي څخه عیني شاهدان بیا وایی، الوتکی بیړنئ ناسته بلکه په مکمله توګه ویجاړه شوی ده

امریکایی چارواکو دبګرام له هوایی ډګر څخه رسنیوته ویلی چي نن سهاروختي د ۴ بجو په شاوخواکي  د دوي یوي عسکری الوتکي دنامالومو وجوهاتو له کبله بیړنئ ناسته کړی ده اوپه الوتکه کي سورو پرسونلو ته کوم زیان نده رسیدلی

، مګر ملامحمد  داله سای ولسوال زیاته کړه چی الوتکه نن سهاروختي دهمدغي ولسوالي د دره اشپی په سیمه کي راپریوتلی ده، نوموړی زیاته کړه نورامریکایی فوځیان دپیښی ځای ته رسیدلی دی اوسیمه یی محاصره کړی ده،.

 

دپیښي وځای ته څیرمه یوه اوسیدونکي ۲۴ کلن محمد الدین رسنیو ته وویل دالوتکي له راپرزیدو څخه لږ ګړی وروسته نوری امریکایی الوتکي سیمي ته راغلي او راغورځول شوی الوتکه یی بمبار کړه.

دافغانستان داسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړی ده چي الوتکه زمونږ مجاهدونو راغورځولی ده اوپکی سپاره ټول

پرسونل یی وژل شوی دي

بخت الرحمن بخت ……………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x