نن په انځورونو کي

سګواني یا سپي جنګونه – انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): سګواني یا سپي جنګونه چې عام خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري خو سربېره پر دې هم زیات شمېر مینه وال لري.

د پاکستان – افغانستان پر پوله پرتې سیمه چمن د بلوچستان ایالت مهم ښار دی، پاکستاني چارواکي وايي چې په چمن کې ۴۰ سلنه خلک افغان مهاجرین اوسیږي.

په چمن کې د خلکو د نورو مصروفیتونو سربېره یو شمېر ځايي خلک د چرګانو او سپي جنګول هم کوي. دوی په یوې ځانګړې ورځ سپي میدان ته راولي او د بل سپي سره یې په جنګ اچوي.

د سګوانۍ یا سپي جنګولو لپاره یخ موسم ښه وخت ګڼل کیږي. د سپي جنګولو مینه وال خپل سپیان ټول کال تیاروي او بیا یې د جنګ لپاره میدان ته راولي. د سپي جنګولو سیالیو ته د لرې پرتو سیمو څخه خلک راځي.

سپیان هم کوښښ کوي چې بل سپی لاندې او مات کړي.
سپیان هم کوښښ کوي چې بل سپی لاندې او مات کړي.
علما وايي چې د سپيانو جنګول شرعا جواز نه لري او سپک عمل دی.
علما وايي چې د سپيانو جنګول شرعا جواز نه لري او سپک عمل دی.
ځايي خلک د سپيانو جنګول ښه نه ګڼي او دا د حیواناتو سره ظلم ګڼي.
ځايي خلک د سپيانو جنګول ښه نه ګڼي او دا د حیواناتو سره ظلم ګڼي.
د سګوانۍ سیالیو ته نه یواځې د بلوچستان ایالت څخه خلک راځي بلکې د افغانستان د زیاتو لرې سیمو څخه خلک دغو سیالیو ته راځي او په سپي جنګولو شرطونه ږدي او جواري پرې کوي.
د سګوانۍ سیالیو ته نه یواځې د بلوچستان ایالت څخه خلک راځي بلکې د افغانستان د زیاتو لرې سیمو څخه خلک دغو سیالیو ته راځي او په سپي جنګولو شرطونه ږدي او جواري پرې کوي.
د سپيانو د جنګ له ختمېدو وروسته خلک د سپیانو د خلاصولو کوښښ کوي
د سپيانو د جنګ له ختمېدو وروسته خلک د سپیانو د خلاصولو کوښښ کوي
سیالۍ په یوه خلاص او پراخه میدان کې ترسره کیږي. د سپي جنګولو پر مهال زیات سپيان ډير ټپيان کیږي او کله کله خو يې آن په جنګ کې مري هم.
سیالۍ په یوه خلاص او پراخه میدان کې ترسره کیږي. د سپي جنګولو پر مهال زیات سپيان ډير ټپيان کیږي او کله کله خو يې آن په جنګ کې مري هم.
نه یواځې دا چې دلته سپي جنګول کیږي، بلکې د سپيانو خرڅولو ښه بازار هم دلته وي.
نه یواځې دا چې دلته سپي جنګول کیږي، بلکې د سپيانو خرڅولو ښه بازار هم دلته وي.
د ښه نسل سپيان له ۵۰ زرو ونیسه تر ۶ لکو روپيو پورې په دغه بازار کې خرڅيږي. د سپيانو مینه وال په ډيرو لوړو بیو سپي اخلي.
د ښه نسل سپيان له ۵۰ زرو ونیسه تر ۶ لکو روپيو پورې په دغه بازار کې خرڅيږي. د سپيانو مینه وال په ډيرو لوړو بیو سپي اخلي.
د سپيانو مالکان یو کال سپيان روزي او بیا د یخنۍ په موسم کې د سپي جنګولو سیالي کوي. سیالي د سپيانو د مالکانو لخوا جوړیږي.
د سپيانو مالکان یو کال سپيان روزي او بیا د یخنۍ په موسم کې د سپي جنګولو سیالي کوي. سیالي د سپيانو د مالکانو لخوا جوړیږي.
سګواني په عامو خلکو کې ډير بد عمل ګڼل کیږي، خو  ددې سره سره هم یو شمېر مینه وال لري.
سګواني په عامو خلکو کې ډير بد عمل ګڼل کیږي، خو ددې سره سره هم یو شمېر مینه وال لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

وایي د ګل اغا پلار حاجی لطیف مرحوم پخوا د کندهار په سطحه د سګوانی د مسابقو امپایر و چې په ټولو قوانینو یي پوهیده او په هر سګوانی به دده تر نظارت لاندې ترسره کیدله او ګټونکی سپی به یي هم اعلاناوو

Malim

د سګوان تعریف

سګوان هغه بی رحمه بی ضمیره او لوچک یواځی ظاهری او صورتی انسان وی چه بی شرفی ذلالت او منافقت یی تر شیطان زیات او له شر څخه یی انسانان خو څه چه حیوانان مارغان او سپی هم په امن کښی نه وی چه یو غوره مثال یی خډل سپی شکل ته ورته ګول اغا دی .

Hameed

تو لعنت پدی بی ناموسانو داسلام په جامه کی ترټولو ستر خبیثان او رذیلان الله دی یا ورته هدایت وکړی او یا دی تباه اوبربادکړی

غوربندي

مالېم صیب

تاسو ته سلام او احترام

دا چې ګل اغا شیرزی د داسې یو ټیم ملګری ده چې ستاسو له طرز فکر سره سم به په اصطلاح د اشغال معلول له منځه وړي نو نباید د هغه د شخصیت سپکاوی وکړی

نا پيژاند

داسلام له احکامو ناخبره دې ټوله ږوند په جهالت کې په تېر شو

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x