ټولنیزه برخه

جنسي بې لاري

لیکوال: محمدالله تبسم

په اوسني وخت کې د فحاشۍ او جنسي بې لارۍ کوم طوفان چې توله نړۍ په مخه اخېستې اوس زمونږ تر دوازو نه بلکې له یوې نه یوې لارې زمونږ کورونو ته هم د داخېلیدو په حال کې دی. تلویزون، ډش، انټرنیټ او نور د اخلاقو ماتوونکې چاپي میډیاګانو په ذریعه زمونږ ځوان نسل چې په کوم انداز د هغوی د اثر لاندې راځي . نو داسې انګیرنه به بې ځایه نه وي. چې مونږ هم د غرب د ژوند تیرولو د اصولو په لور په تیزۍ سره روان یو. ډیر داسې واقعې اوس هم شته چې مونږ یې باید په جدي توګه مخه ونیسو او لا ابتدایي دي که مو مخه ونه نیوله نو بیا به زمونږ مخه ونیسي.ډیر داسې واقعیتونه شته ورته د شک په سترګه کتل په کار دي.

څه وخت مخکې د کابل ښځو مظاهره کړې وه چې د سړک د غاړې هلکان دوی ته مزاحمت کوي. او دوی ترې په عذاب دي. ددوی دا لاریون پر ځای! خو د فکر نقطه دا ده چې دا هلکان په کوم احساس د دوی مزاحمت کوي. داسې خو به نه وي چې ښځو لوڅ ته ورته لباس په تن کړی وي چې هلکان د جنسي غلامۍ له مخې مجبوریږي چې ددې عمل مرتکب شي.

زمونږ په ټولنه کې هغه لباس چې ګیبي پرتوګ او ګول قمیص به د ښځو پر تن وو اوس کم لیدل کیږي.

او نارینه ته ورته یا په اصطلاح د پنجابیو کالیو په تن کول اوس رواج شوي. چې دا له هغو پخوانیو نه ډیر جنسیت راپاروونکي دي.
بله دا چې په دومره لږه موده کې څنګه هغه هیواد چې یوه لسیزه مخکې یې کیبلي تیلیفون نه درلود او اوس یې ۹۰ په سلو کې ښځې او نر موبایل او نټيلیفون استعمالوي. ایا په دې دومره کمیت سره ټيکنالوجکي سهولت راوړل خوبه د بل چا له اثره نه وي.

لیدلي به مو وي چې په تلویزون کې د شهرک او د بانک اعلان راته یوه لوڅ ته ورته لباس په تن ښځه کوي. یا زمونږ په تجارتمارکټینګ کې ښځه اول انتخاب ده. چې دا هم زمونږ په اقتصادي نړی کې یو غربي اصل دی.

امریکا او اکثره اروپایي هیوادونه د همدې جنسي بې لارې له وجې د ډیرو اخلاقي ستونزو لکه د زبردستي جنسي تیري، بلا وجه طلاق،د خانداني نظام د تباهۍ ، او جنسي مرضونو بالخصوص ایډز سره مخامخ دي.

ایا زمونږ ټولنه هم غواړي چې له داسې ستونزو سره مخ شي؟ دا او دارنګه نور سوالونه فکرمندان خفه کړي او سوچ ته یې مجبوره کړي. امریکې او د اروپایي او یا د بین الملل له خوا مختلفې غیر دولتي ادارې غواړي چې مونږ هم په هماغه رنګ کې رنګکړي په کوم رنګ چې دوی رنګ شول..

د اکثره دیموکراتیک فکره یا سیکولر فکره لیکوالانو په لیکنو یا رسنیو کې ګورو چې د غرب نعره (ازادي). دا هغه ازادي ده چې هغې ته ټوله مهذبه دنیا ازادي وايي.؛

ددې ازادۍ مطلب دا هم دی چې د یو چا ځوان زوی یا پیغله لور دې په خپله خوښه بې د مور او پلار له خوښې بې د واده خپله جوړه انتخاب کړي . حتی که ناجایز اولاد هم پيدا کړي نو مور او پلار ترې د پوښتنې حق نه لري. چې همدا لړی زمونږ هیواد ته هم اوس په یوه ابتدایي شکل راننوتې ده. ډیر به مو اوریدلي وي چې یوې پیغلې د خپلې خوښ هلک سره یو ځای ته د نه پریښودو له وجې ځان ته اور واچواه.

اتلسمه صدې د اروپایي ښځې لپاره خوصاً او د تولې نړۍ د شڅو لپاره عموماً یوه داسې بد قسمته صدي ثابته شوې چې د هغې صدې له مصیبتونو نه تر اوسه انسانیت په عذاب کې دی. او لا معلومه نه ده چې تر کومه وخته به ددې غلط اثر سره مخامخ وي. د ۱۷۶۰ عیسوي په لسیزه کې د صنعتي انقلاب دشروع کېدو له وجې چې د کلو او بانډو نه د ښارونو په طرف د ابادې لړۍ د تیزو په وجه خو د ارپایي هیوادونو لوی لوی ښارونه اباد شول لیکن په نتیجه کې اروپایي ښځه او د ټولنیز ژوند وجود ټوټې توټې شو. له هغې نه وروسته د اول لوی جنګ او دوهم لوی جنګ له وجې د ښځې او نر په تناسب کې یو داسې تفاوت پیدا شو چې د هغې په وجې د جنسي او صنفي یو نوی طوفان را ولاړ شو. ښځو ته به د خپل خاندان د وجود د ساتلو لپاره د ډیرې لږی معاوضې په ورکولو سره د ډیرې اوږدې مودې لپاره کار کول وو. سرمایه دار یوازې د هغې د محنت په لاسته راوړه بسنه ونه کړه بلکه د هغې د عزت او عصمت سودا یې هم وکړه.

ښځه چې له کوره ووته نو د نړی تقاضاوې مختلفې شوی. اوس د هغې په وړاندې دوه لارې وې. یوه دا چې بیرته کورته راستنه شي.لیکن په دې صورت بیا هغې د سهولیاتو نه ځان محروم احساسوه. دوهمه لاره بیا بالکل ددې ضد لاره وه. چې هغه دی له سړي سره د مسابقوي اصولو په نظر کې نیولو سره خپل ښځینتوب ته خدای پامني وواي او خپل شرم او حیا دې په تاخچه کې کیږدي او د سړی د هوس ښکار دې شي. دغې لارې ښځه بیا هاغه حالت ته ویوړه چې هلته بیا ښځه مور. خور، میرمن، او لور پاتې نه شوه. لیکن د سړي جنسي کشمکش او دعوت نمونه شوه. په دغه وخت کې د ښځې په ذهن کې یوه سوچ یو رد عمل پيدا کړ. چې په ورو ورو په مخته تګ سره په احتجاجي مظاهرو، جلسو او د اشتهاري اعلاتانو په مټ یې دومره طاقت پيدا کړ چې په نتیجه کې ښځو او سړیو ته د برابرې معاوضې حق ورکړل شو.

که خبره همدلته درېدله نوبیا هم ښه راتله. ښځه چې د کور نه ووتله د کار او د معاوضې حق یې تسلیم کړ او په هره سطحه کې ورته برابري ورکړل شوه. نو بالاخره معامله د ښځینه تحریکونو د راپارولو مرحلې ته داخله شوه.

ښځو د واده کولو اداره هم چیلنج کړه. هغوې داسې فکر کاوه چې د واده او خاندان اداره د ښځو د محکومو ساتلو لپاره د سړیو یو سازش وو. ددې سازش او چل په خلاف جنک داسې ګټل کیدای شي. چې ښځه دې د میرمن او مور کیدلو په لار کې خود مختاره وي . ښځو د جنس د قطري تقاضو د تسکین لپاره د واده حدود له سره رد کړل. او یوه نوې نعره یې اوچته شوه. چې د ښځې جسم د هغې خپل ملکیت دی. چې په هغې باندې د بل هیچا اختیار نشته.

د سړیو لپاره دا کار خوشحاله کوونکې وو. ښځه او سړي دواړه په خپلو ګمانونو کې مطمینه وو. لیکن ددی څومره غلط اثر چې په ښځو او انسانیت وغورځید. تر اوسه لا ورته انساني شعور حیران دی.
په اتلسمه صدې کې چې د کلیسا او ساینس تر منځ کوم جنګ وشو په هغې کې د کلیسا غیر عقلي او غیر منطقي عمل له وجې د اروپا ټولنیز ژوند او باالاخره د ریاست د دایرې نه بالکل جدا شوه.
د فرانسې انقلاب او مارتن لو ټر په ذریعه الحادي نظام ته د ځان ځایولو موقعه په لاس ورغله.

او همدا وه چې کلیسا خپله خپل ځان تر خپلو څلورو دیوالونو محدود کړ. او نور له همدې وجې یورپي الحادیانو د اسلام په شمول ټول مذهبونه د خدای او د انسان تر منځ د یوې شخصي رابطی په شکل د محدوولو هڅې شروع کړې. چې له وجې د موجودې زمانې بعضې ضعیف الایمان مسلمانان هم ددې تصور قایل شول او د همدې بدې نتیجې له وجې سیکولر نظام رامنځته او اوس اسلامي نړۍ د تباهۍ خوا ته روانه ده.

په اوسني وخت ک د ښځې عزت او احترام د بایللو په وجه ښځه د سړیو د لاس د جنسي شهوت او لذت د حصول یوه ذریعه جوړه شوې. د اروپا او امریکا او د هندوستان د لوڅو فلمونوصنعت د همدې خبرې محکم دلیل دی.

په انساني ژوند کې د جنسیت اهمیت:

د جنسیت موضوع د انسان په فردي او ټولنیز دواړو اړخونو اثر کوونکې ده. دا یوه داسې موضوع ده چې ددې حدونه د اخلاقو، تمدن او کلتور سره لګیږي. او د قانون نه علاوه ټولنیز اداب هم ترې متاثره کیږي.

اوس هم چې کوم د جنسي بې لارې اور زمونږطرفته رانزدې شوی که یې مخه ونه نیسو نو کیدای شی چې یوه ورځ د هماغو مهلکو غیر اخلاقي او غیر انساني ستونزو مخامخ شو چې اروپایي نړۍ ترې د تېښتې لاره لټوي.

د انساني تاریخ نه دا سبق اخلو چې کله او په کوم ځای کې جنسیت دومره عام شوی لکه څنګه چې په امریکا او یا په نورو غربي ملکونو کې دی. نو بې له شکه بیا هغې تولنې او قوم ته د ستونزو یو لوی غر مخامخ شوی. د یونان، روم، هندوستان، او د پخواني مصر د تمدنونو د له منځه تللو وجه همدا هم وو. ځکه چې په هغوی کې ټولنیز تشکیل ګدوډ، انصاف کم، او جنسیت بې قیضې شوي وو.
په اسلام کې د انسان جسماني، روحاني، عقلي او جذباتي احساساتو ټول ضروریات په نظر کې نیول شوي. قران کریم د ژوند هیڅ داسې کوم اړخ نه دی پريښي چې هغه دې د انساني ژوند د کامیابۍ په خاطر ضروري نه وي. الله ج انسان ته د صحت او ځوانۍ ترڅنګه د جنسیت داعیه هم ورکړې ده. نو ددې داعیې ختمول یا ناجایزه استعمالول د الهي احکامو سر غړاوی دی . د اسلامي احکاتو ډیر داسې دنیاوي کارونه که د الله ج د احکامو مطابق وشي نو د ثواب باعث هم کرځي او په دنیاوي لړ کې هم کامیاب وي. حتی تردې چې د میرمن او میړه ملاسته کې هم یو ثواب نغشتې دې.

زه وایم که همدا د جنسی بې لارې لړۍ همداسۍ روانه وي او زمونږ ځوان نسل همداسې په تیزې سره ترې اثر انداز کیږي. نو لرې نه ده چې یو وخت دې زمونږ ټولنه هم د سعود پر ځای د نزول خوا ته روانه شي. او بیا به یې د مخنیوي لپاره لاس تر زنې ناست یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

ښه لیکنه وه رسول کریم(ص) په یوه مبارک حدیث کی له خپل وفات نه وروسته د مومنو نارینو لپاره د بی بندوباره ښځو موجودیت یوه عظیمه فتنه ګڼلی چی دسالمی اسلامی ټولنی ستنی متزلزله کوی همدا وجه ده چی په اخلاقی اصل باندی په اسلام کی ډیر تاکید شوی او په مبارکو احادیثو کی حیا د ایمان شعبه ګڼل شوی چی نه مراعتول یی د ایمان د ضعف سبب ګرځی او کرار کرار مسلمان د هلاکت کندی ته ورغورځوی

Malim

یواځی په مختصر ډول وایم چه کله پر یو انسانی د هغه حیوانی نفس غالب شی نو جنسی بد اخلاقی پر لور مخه کوی زنا د فلسفی او حکمت له مخی یو لا شعوره او د بی ضمیره او بی وجدانه بی غیرته انسان کار دی ولو کافر وی یا مسلمان. امام شافعی رحم فرمایی زنا یو قرض دی چه بیرته به ستا د کورڼۍ له ډیر مهم او ګران اعضا څخه دا پور ادا شی نو که د چا په خپله ماینه – لور – خور – مور خوا بدیژی نو له زنا څخه باید ډیر لیری ځان وساتی… نور لوستل »

غوربندي

مالېم صیب

تاسو ته سلامونه او احترام

ستاسو پورته تعلیق سره سل په سلو کې موافق یم، خو د مډرن ارتداد د موضوع خلاف مو چې کوم چرندیات یعنی ستاسو د تعریف له مخی حکمت، سیاست، مبارزه، او داسې نور ، د هغې ټولو لارې د فحشاوو له پورته کوڅو څخه تیریژي، په بل عبارت خپل ناسنته مسیر کې به یو ځل د شر و فساد و فحشاوو په ډنډ کې ښه په خوند مشبوع کیژې او بیا به د مسلمانانو د زمامداری واګی په لاس کې درکول کیژي

الحاج انجنیر سید رقیب شاه ( هاشمی

الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی ) کلتوری یرغل یا نوی استعمار کلتور: په پښتوکی کلتور په دری کی فرهنګ اوپه انګلیسی کی culture ، تعریف :په مادی اومعنوی برخه کی دبشریت لاس ته راوړنوته کلتور وایی . دهری ټولنی لاس ته راوړنی ځانګړی دی نوکلتوری غناوی هم ځانګړی وی په یوه ټولنه کی به مادی اومعنوی ښیرازی وی چی په بله ټولنه کی به نه وی دمختلفوټولنودافکارو،علمی اوصنعتی ځانګړنو برتری پر نورو کیدای شی چی دعلمی ،صنعتی اومعارف په هکله دافکارو ،نظریاتو او عملی کړنوتبادله اویاداشتونه وی . هغه څه چی نن په ټولنه کی ستونزی رامنځ ته کولی شی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x