ټکنالوژي

دا نوې ټکنالوژي مو له زلزلې خبروي

نن ټکی اسیا (شنبه،لیندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): ټکنالوژي تل په دې هڅه کې وي چې څنگه زمونږ ژوند کې بدلون راوستلو سره خپله سوداګري پر مخ یوسې؛ نو د همدې لپاره همیشه د نویو پنځونو په لټه کې وي.

په ۱۹۸۵ز کال کې د یوې زلزلې په نتیجه کې د میکسکو ۱۰۰۰۰ تنو اوسیدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له هغې ورځې راهیسې د میکسیکو خلک د یوې داسې ټکنالوژۍ په لټه کې وو چې د زلزلې له شره یي وژغوري چې د دې موخې لپاره یوازې لاتین امریکا ۱۲۲ میلیونه ډالره پانگونه کړې ده.

خو په په دې وروستیو کې د مکسیکو یو اوسیدونکي یوه نوې اله جوړه کړې چې له زلزلې څخه مخکې خلک خبروي تر څو وکولی شي له خپلو کورونو څخه ووزي.

دغه کس انډریس مییرا نومیږي او نوموړی د زلزلې قربانیانو شمیر کمولو لپاره تر ډیرو څیړنو وروسته دغه اله جوړه کړې چې یوازې ۵۰ ډالره بیه لري او کولی شي د لکونو انسانانو ژوند وژغوري.

دغه اله گریلو (Grillo) نومول شوې چې شاوخوا ډیر فعال حس کوونکې الې یا سینسرونه لري چې د ځمکې تر ټولو کوچنی تغیر او فعالیت هم څاري او خطر احساسولو پر مهال ډیر اوچت اواز سره کاروونکي له زلزلې خبروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x