نړۍ

عراق: رمادي ښار د سقوط په درشل کې دی

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): عراقي سرچېنې وايي چې اسلامي دولت د انبار ولایت په رمادي ښار کې پرمختګ کړی او عراقي اربکیان بیا وايي چې د ځينو سیمو د بېرته نیولو لپاره یې د اسلامي دولت سره نښتې پیل کړي.

الجزیره تلویزون اړوندې وېبباڼې د عراقي سرچینو له قوله لیکلي چې اسلامي دولت د انبار ولایت (حبانیه) پوځي اډې په څو سوه مترۍ کې پراته دي. د (حبانیه) پوځي اډه نظامي هوايي ډګر او د امریکايي پوځيانو او پوځي سلاکارانو مېشتنځای هم دی.

اسلامي دولت اړوندو ځينو وېبپاڼو هم هغه انځورونه خپاره کړي چې دوی د رمادي ښار دننه د دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

اسلامي دولت همدا راز د رمادي ښار په جنوب کې پرون د عراق چټکو ځواکونو چې په «سوات» مشهور دي، لسګونه عسکر نیولي.

عربي رسنۍ وايي چې د نیول شوو عسکرو شمېر تر ۱۸۰ رسیږي چې یو يې هم ستر قومندان دی او دوی د رمادي په جنوب لویدیځ کې تر سختې نښتې وروسته ونیول شول. خو دا لا تر اوسه رسما تایید شوي نه دي.

سرچېنې وايي چې اسلامي دولت د رمادي ښار د نیولو لپاره نظامي هڅې ګړندۍ کړي دي او د رمادي څلورو خواوو څخه يې پر ښار جګړه پیل کړې.

د الجزیرې تلویزون ځينې سرچېنې وايي چې په د اسلامي دولت او عراقي ځواکونو تر منځ نښتو کې ۲۰ عراقي عسکر او ۸ د اسلامي دولت جنګیالي وژل شوي.

اسلامي دولت د رمادي زیاتې سیمې نیولي. رمادي د انبار ایالت مرکز دی او د بغداد سره په ۹۰کیلومترۍ کې پروت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x