
سعودي: پلازمېنه ریاض کې پر یوه ډنمارکي ډزې شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): نن د سعودي عرب په پلازمینه ریاض کې یو ډانمارکی هغه وخت د نا معلوم جهت له خوا په ډز وویشتل شو، کله چې هغه د خپل کار له ځای څخه د وتلو په حال کې وو.
د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) وايي چې نن د ماپښين په ځايي وخت دوه بجې د یو نامعلوم جهت څخه په ډانمارکي باندي ډزي هغه وخت وشوې، کله چې هغه په موټر کې ناست وو، او د خپل کار له ځایه د وتلو په حال کې وو.
ددغه کس په اړه ویل شوي چې په یو شرکت کې کار کوی، خو د شرکت په اړه نه دي ویل شوي چې کوم او د څه شي شرکت دی، صرف دومره ویل شوي چې د الخرج په نامه سیمه کې د شرکت څخه و تلو په حال کې وو.
سعودي چارواکو ویلي چې ډانمارکی په اوږه لګېدلی، او روغتون ته پر وخت رسول شوی، او روغتیايي حالت یې ښه دی.
تر اوسه د هغه جهت په اړه څه نه دي ویل شوي چې په دغه ډانمارکي یې ډزي کړي.
باید وویل شي چې تیره میاشت هم په ریاض کې په دوه امریکايي عسکرو باندي په یوه پټرول پمپ کې ډزي وشوې، چې له کبله یې یو ځای پر ځای مړ او بل ټپي شوی وو.
او د هغه وروسته د محرم میاشتي په لسمه باندي د الاحساء په نامه سیمه کې په شیعه ګانو باندي ډزي شوې وې، چې له کبله یې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي وه.
له کله نه چې سعودي عربستان په عراق او شام کې د اسلامي دولت په ضد د امریکايي ایتلاف په هوايي بریدونو او عملیاتو کې ور ګډ شوی، له هغه راهیسي په دغه هیواد کې د جهادي ډلو له خوا په غربي اهدافو باندي د عملیاتو ویره زیاته شوې.