رحیمي: «کابینه به په دوو پړاوونو کې اعلان شي»

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): د نوي حکومت د پیل په ورځ دګډ حکومت مشر اشرف غني ژمنه وکړه، چې د پیاوړې او ژمنې کابینې اعلان به يې تر يوې نیمې میاشتې زیات وخت ونه نیسي.

د حکومت له پیله نږدې دوې میاشتې تېرېږي خو لاهم د کابینې په برخه کې هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.

نن د اجرايیوي ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي رسنیو ته وویل چې د نوې کابینې د اعلان په برخه کې هیڅ نه دي شوي، خو په خبره يې د لندن تر کنفرانس وړاندې به ځينې مهمې څوکۍ اعلان شي.

د رحیمي په وینا په لندن کې د افغانستان په اړه له کېدونکي کنفرانس نه وړاندې به ځينې مهمې امنیتي او اقتصادي څوکۍ اعلان شي او له هغه وروسته به بیا بشپړه کابینه اعلان شي، چې په دې توګه به د کابینې اعلان په دوو پړاوونو کې ترسره شي.

د دواړو مشرانو ترمنځ د واک په مساوي وېش لا هم ناندرۍ پای ته نه دي رسېدلي.

د اجراییوي ریاست ویاند وايي چې د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې منظمې روانې دي چې لا هم پايلې ته نه دي رسېدلي.

د کابینې د اعلان د ځنډ علت د دواړو مشرانو ترمنځ د څوکیو په وېش نه جوړ جاړی دی.

راپورونه وايي چې اشرف غني کلیدي پوسټونو کې د پنځوس-پنځوس وېش پلوی دی؛ خو شریک یې، عبدالله بیا په ټوله کابینه کې د وېش همدا دود غواړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې څه موده وړاندې پخپله یوه ګڼه کې د یو لویديځ سیاستوال له خولې لیکلي و، چې ښايي د افغانستان کابینې اعلان راتلونکي کال ته وځنډېږي.

له کابله خپرېدونکي سرنوشت ورځپاڼې بیا په پخپله سرمقاله کې ویلي و، چې له دواړو مشرانو سره نه د کابینې د وړتیا، ژمنتیا او اهلیت غم شته او نه هم د ولس اندېښنه، بلکې دواړه هڅه کوي چې ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي.

دواړه مشران د خپلو ټاکنیزو کمپیانرانو تر سخت فشار لاندې هم دي، چې ځينو د دوی د واک ته رسولو لپاره ډېرې پیسې مصرف کړي دي، چې اوس يې د بدل په تمه دي.

په افغان کابینه پسې په دولتي ادارو کې مقررۍ تړل شوې دي، چې په نه اعلان سره يې د کارموندنې ګراف مخ په ځوړ او له دولته ولسي نهیلي مخ په لوړ روانه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د