سپوږمکۍ څه شی ده؟ (۲)

لیکوال : انجنیر نجی الله حکیم

تیر پسې…..

انجنیر نجي الله «حکیم»

انجنیر نجي الله «حکیم»

که چېرې موږ په ځمکه کې له نږدې نه د سپوږمکیو ظاهري جوړښت ته وګورو نو موږ شاید داسې فکر وکړو چې دغه غټ ماشینونه ټول یو هدف او یوه وظیفه سرته رسوي خو کله چې فضا ته وخیژول شي نو دو هر یو هلته په خپل مدار او موقیعت کې بیلا بیلې وظیفې سرته رسوي، خو سپوږمکۍ په کټګوریو باندی ویشل یو پیچلې او دروند کار دې عموما سپوږمکۍ په خپل مدار کې له حرکت او د هغوی د مدار د ارتفاع په مرسته سره ویشل کیږي. سپوږمکۍ په دوه قسمه مدارونو کې حرکت کوي یو بیضوي او بل دایروي حرکتونه ، په بیضوي مدارونو کې سپوږمکۍ عموما په هغه وخت کی حرکت کوي چې کله د دوی حرکت د شمال او جنوب په لورې وي چې دغه نوعې ته یې ( Molniya orbits) ویل کیږي.

او دایروي مدارونو کې هغه وخت حرکت کوي چې کله د دوی حرکت له شرق څخه د غرب خواته وي.

کولای شو سپومکۍ د ارتفاع له مخې هم کټګوري کړو چې ځنې یې په لاندې توګه دي:

– Low-Earth orbits (LEO) : دغه سپوږمکۍ په ټیټو مدارونو کی حرکت کوي چې له ځمکې نه د ۸۰۰-۱۶۰۰ کلومتره پورې پورته وي عموما له دغه ډول سپوږمکیو نه د تلیفوني شبکو، دفاعي او پوځی څانګو کې کار اخستل کیږي. په تلیفونې شبکو کې ځکه دغه ډول سپوږمکۍ ډیره ونډه لري چې له ځمکې نه یې ارتفاع کمه ده او رادیوي امواجو لیږد په کې کم وخت نیسي.

Medium-Earth orbits (MEO) : هغه سپوږمکۍ چې په دغه مدارونو کې حرکت کوي له ځمکې څخه یې ارتفاع له ۱۵۰۰۰-۲۲۰۰۰ کیلومتره پورې رسیږي، په دغه مدارونو کی عموما د جي پي ایس یا هغه سپوږمکۍ چې د ځمکې کومه نقطه کې موقیعت ښيي او هغه سپوږمکۍ چې د ځمکې د جغرافیايي نقاطو په ټاکلو او تعینولو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي حرکت کوي.

Geosynchronous orbits (GEO) : هغه سپوږمکۍ چې په دغه مدار کې حرکت کوي له ځمکې څخه د ۳۷۰۰۰-۴۲۰۰۰ کیلومتره پورې ارتفاع لري ،هغه سپوږمکۍ چې پدغه مدار کې حرکت کوي نسبت ځمکې ته ساکنې وي یعنې د ځمکې د وضعي حرکت مطابق حرکت کوي ؛ شپه ورځ کې (په ۲۴ ساعتونو) کې یو مکمل دور له ځمکې نه وهي چې دغه ډول سپوږمکیوو څخه د تلویزون په خپرونو ، د هوا په معلومولو کې کار اخیستل کیږي ځکه چې دغه سپوږمکۍ په یو ځای ثابتې ولاړې وي نسبت ځمکې ته نو له ځمکې یو سټیشن څخه سیګنل ورته لیږدول کیږي او بیا یې دغه سپوږمکۍ بیرته کورونو او یا هغه برخو ته چې ددې سپوږمکۍ د انټینا لاس رسی وي ورته بیرته لیږدوي. له نیکه بخته د افغانستان يوه سپوږمکۍ په همدغه مدار کې شتون لري چې کولای شي د افغانستان د تلویزونونو خپرونې د اسیا ځینې هیوادونو ته لکه پاکستان،هند،چین ،ګاونډي هیوادونه تاجکستان ،ازبکستان او همدارنګه د منځني ختيځ تر ځینې هیوادو پورې ورسوي. که د افغانستان دولت غواړي چې د خپلو تلویزوني خپرونو لمن پراخه کړي نو باید په فضاء کې په همدغه مدار کې تر دریو پورې سپوږمکۍ ولري.

د یادونې وړ ده چې د ځمکې په فضا کې ځینې داسې برخې شته چې هلته د سپوږمکیو کیښودل امکان نه لري چې د فضاء دغه برخي( VAN ALEN BELT) په نوم یادیږي، دغه برخې په ۱۹۵۷ کال کې د ون الن لخوا کشف شوي. د فضاء په دغه برخه کې د ځمکې د مقناطیسي خاصیت له امله داسې ذرات وجود لري چې د نور د سرعت ۱۰۰ چنده سرعت لري. دغه بیلټ په دوه برخو ویشل شوې چې ښکتنۍ برخه یې له ځمکې نه ۲۰۰۰ کیلومتره نه تر ۱۵۰۰۰ کیلومتره پورې ده په دغه برخه کې ډیر سرعت لرونکې پروتون ذرات وجود لري او برنۍ برخه چې له ۲۲۰۰۰ کیلومتره نه تر ۳۵۰۰۰ کیلومتره پورې پورته ده د الکترون ذرات لري چې د نور له سرعت نه ۱۰۰ چنده سرعت لري او دا ددې سبب کیږي چې دغه ذرات له سپوږمکیوسره ټکر شي او په پایله کې د سپوږمکۍ ځینې برخې له کاره وغورځوي.

ځینې له دغو سپوږمکیو څخه د ځمکې لپاره استول شوي چې په هغې کې غټې کامرې لګیدلې دي تر څو هغه ځمکه مطالعه او وپیژني چې انسانان پرې ژوند کوي ځینې لدوی نه چې سترګې یې د فضاء په لورې دي د فضاء، کهکشانونو او سیارو په مطالعه کولو او همدارنګه د اسماني تیږو په څارلو تر څو مخکې لدې نه چې د ځمکې مدار ته داخلې شي او په ځمکه کې ژوند له خطر سره مخ کړي ځمکې کې میشت وګړو ته خبر ورکول شي. د ځنې احصاییو له مخې (ناسا) هغه تیږې چې نږدی يوه پیړۍ وروسته يا راروانو (۱۰۰) کلونو پورې یې ځمکې ته د راغورځیدو امکان ښودل شوی شمير یی (۱۰۰۰۰ ) ته رسیږي ،ځنې له دوی نه وړې ، درمیانه او ځینې دومره سترې دي چې کولاې شي په دې ځمکه کې د ژوند بقا له ګواښ سره مخ کړي.

د یوې عادي سپوږمکۍ بیه چې وظیفه یې ځمکې ته یواځې د هوا د حالاتو معلومول او رالیږل دي تر ۲۹۰ میلیون ډالرو پورې رسیږي او هغه چې د جاسوسۍ او یا پوځي خدماتو لپاره استعمالیږي تر ۳۹۰ ميلیون ډالرو پورې قیمت لري. همدارنګه هغه فریکونسي چې سپوږمکۍ ترې د معلوماتو تبادلې لپاره کار اخلې تر ۱.۵ میلیون ډالرو پورې ارزښت لري، د سپوږمکۍ لیږدول فضاء ته د ۱۰-۴۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسیږي،چې د سپوږمکۍ دا ارزښت د پورته مدارونو د لرې والي او نېږدې والي پورې تړاو لري.

څنګه کولای شو یوه سپوږمکۍ په فضاء کې په خلاصو سترګو وګورو؟

ددې کار لپاره مناسب وخت د لمر راختل او پريوتل دي، په هغه وخت کې کله چې په اسمان کې سرخي او شفق خپور وي او ځمکه تیاره وي، موږ د خلاص اسمان لاندې په داسې یوه څوکۍ چې څرخیږي ناست ،د يو دوربین په درلودلو سره کولای شو په څو دقیقو کې د ۴ نه تر ۵ پورې سپوږمکۍ په فضاء کې ووینو چې د لمر وړانګې پرې لګیږي.
او همدارنګه کولای شو د ځینې سافټ ویرونو په مرسته چې د کمپیوټر او سمارټ فونز لپاره جوړ شوي استفاده وکړو، لمړی د سپوږمکۍ مدارونو موقیعت معلوم او بیا يې د پورته لارښونې په مرسته وګورو.

که نن ورځ موږ د دی شاهد يو چې نړيوال د ځمکې د نيولو او ولکې لاندی راوستلو هلې ځلې روانې کړي، هومره يی پورته فضاء هم تر خيټې لاندې کړې، خپلو کې په ضد او جنګونو اخته دي دوی همدارنګه په فضاء کې هم یو له بله سره په جنګ دي تر څو فضاء مسخره کړي او له نورو څو ګامه مخکې ځان وباسي، دوی دې نتیجې ته رسیدلي چې څرنګه په ځمکه کې یو نظام شتون لري ژوند شتون لري پدغه ځمکه د ژوند لپاره الله جل جلاله مختلف سیستمونه جوړ کړي نو فضاء هم د دې ځمکې برخه ده نو د انسانانو دغه کامیابي چې دوی فضاء ته ځي او هغه ځای څخه د دنیا د ژوند لپاره وسیلې پیدا کوي دغه نظام د انسان په لاس نه بلکې د الله جل جلاله لخوا جوړ شوي، انسان یواځې دومره وکړل چې د خپل علم په مرسته یې دغه طبیعت وڅیړه او هغه مرموز سیستمونه چې الله جل جلاله پدغه نظام کې د ژوند لپاره ځای پرځای کړي و راڅرګند کړل.

الله جل جلاله پدغه نظام کې د فکراو تفکر کولو تاکید په قران کې ځای پر ځای کړي، د دې لپاره چې د فکر او تفکر تر څنګ مسلمان په دې وتوانیږي چې پټ رازونه یې وڅیړي دغه پټ رازونه په علم او تخنیک سره څيړل کيږي، نو لازم ده چې مسلمان د نورو علومو ترڅنګ د تخنیک او تکنالوجۍ علم ته خاصه پاملرنه وکړي.

لمړۍ سپوږمکۍ انسانانو په کال ۱۹۵۶م کې د ځمکې مدار ته داخله کړه دا هغه مهال و چې کله زموږ په ګران هیواد کې داسې یو ولسمشر د واک پر ګدۍ ناست ؤ چې په ۴۰ کلونو کې یې حج کولو ته وخت پیدا نه کړ! او په خرمستیو بوخت ؤ!، هغه زرین چانس چې په وطن کې مو امن وو د داسې کارونو لپاره لږ کار او همت ته اړتیا وه څه مو هم ونشو کړای اوس همغه نړیوال! چې په علم او تخنیک کې یې ځانونه ورسول د همدغه تخنیک په مرسته زموږ پر مسلمانانو په مادي لحاظ بر دي، ځکه چې زموږ مسلمانانو د الله ج په لارښونو سوچ او عمل ونشو کړای څومره به ښه وه چې دغه هر څه د مسلمان په لاس کشف،جوړ او د هغه انسان د خدمت لپاره وقف شوې واي چې یې حق وو، نه د انسان د وژلو او کړولو لپاره.

 

ددې لیکنې لومړۍ برخه دلته لوستلای شئ.

مصنوعي سپوږمکۍ (سیټلایټ) څه شې دی؟ (۱)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د