افغانستان

یوناما: په تیرو څلوروکلنوکي ۹زره ملکي خلګ وژل شوی دی

civiline_deaths_in_afghanistan (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۳) په افغانستان کي یوناما‎( دملګرو ملتو دسازمان سیاسي دفتر) دهیواد په جګړو کي ښکیلو دواړو اړخونه باندي غږ وکړ چی، په نښتوکي دي دملکي خلګو دسرومال خوندیتوب ته زیات پام وکړي.

دیوناما ددفتر دبشر دحقوقو دڅانګي مشري ګینو وایی، یوناما دملکی دوژني په اړه سخته خواشیني ښودلی ده او دمخنیوي لپاره یی د نویو تدابیرو پرنیولو غورکړی دي.

نوموړي زیاته کړه په تیرو څلورو کلنوکي په افغانستان کي ۹ زره ملکي وګړي وژل شوی دي چي داشمیره ډیره زیاته ده اوکیدای شي راتلونکی کي نوره هم زیاته شي،

راپور کاږي دا وژني د ترور دسړک دغاړی دښخ شوی ماینونو، بمباریو فدایی بریدونو دتوغندیو په ویشتلو اوداسي نوروکي شوی دي.

راپور داهم وایی چی دتیر کال ملکي وژني د وړم کال په پرتله ۱۵٪په سلو کی زیاتي شوی دي، او لیکل شوی دي چي دا وژني دهیواد دنورو سیمو په نسبت په جنوبي سیموکي زیاتي شوی دي.

دافغانستان دکورنیو چارو وزیر دا منلی دي چي بریدونو کي ملکي خلګو ته مرګ ژوبله اوښتي ده خو مخنیوی ته یی نوي تدابیر نیول شوی دي،

دکورنیو چارو دوزارت داوپراسیون رئیس وسیم وایی:

ددي مسلي په وړاندي دمبارزي لپاره، دکورنیو چارو په وزارت کي دانجنیري یو ریاست جوړ شوی دي، په ولایتونو او ساحو کي دهم اهنګي مرکزونه جوړشوی دي، چي دکورنیو چارو، دفاع وزارت ملي امینت اوبهرني ځواکونه په احتیاط سره پیښي څاري، دغه ټول ارګانونه په روان کال کي نوي پلانونه لری چي په پلی کیدو سره به ستونزه کمه شي.

یوناما او دکورنیو چارو وزارت وایی، دملکي خلګو وژنه دوسلوالو مخالفینو په بریدونوکي زیاته شوی ده خو وسلوال مخالفین بیا د دا رنګه خبرو سخت مخالفت کوي، او دا څرګندوني د دواړو لورو لخوا څخه یوه له حقیقت څخه لري خبري  بولي.

کارپوهان بیا وایی دعملیاتو پر وخت د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ دهم اهنګي دنشتوالي، ناسم راپورونه او غلطي څیړني دملکي خلګو دوژنی یواځیني سبب دي، او دی ټکی ده په جنګ کی دښکیلو دواړو اړخونو له لوری  پام لرنه نده شوی.

بخت الرحمن بخت ……………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x