ذبيح الله مجاهد: پنځه طالبان او ۷ تنه ملکي کسان شهیدان شول
نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن اعلان وکړ چي پرون د شپي بهرني ځواکونو پر طالبانو باندی ناڅابه برید وکړ، چي د طالبانو د سخت مقاومت سره مخ شول، او په ترڅ کې ۵ تنه طالبان او ۷ تنه ملکي کسان شهیدان شول.
نومړي وویل چی د مخالف لوري هم ۸ تنه سرتیري په دغه عملیاتو کي ووژل شوه.
د پکتیا والي ویاند مخلص افغان هم د پيښي تایید وکړ، او وی ویل چي پيښه د پکتیا ولایت د یحیی خیلو په یو اړونده سیمه کی را منځته سوله، نومړی زیاته کړه چي په دغه برید کي ۱۲ تنه مخالفین ووژل شوه.