افغانستان

کندوز: یو سړي خپله مېرمن وژلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې پرون سهار /شنبه، لیندۍ۱/ یو سړي خپل مېرمن پر ډزو وژلې.

دغه پېښه د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ رامنځته شوې. یاد کس د خپلې مېرمنې سربېره خواښې او خسر هم پر ډزو ویشتلي دي.

د خان اباد ولسوالۍ ولسوال حیات الله امیري ویلي چې د نوموړي سړي مېرمن وژل شوې خو خواښې او خسر يې ټپيان دي.

امیري همدا راز وویل چې د ښځې خپلوانو پر بریدګر ځوابي ډزې کړي او نوموړی یې ټپي کړی دی. نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې د ښځې خاوند یې نیولی که تښتیدلی دی.

د ولسوال له قوله تر دې مهاله لا دا مالومه نه ده چې د پېښې تر شا لامل څه و خو په دې اړه یې څېړنې پیل کړي.

د کورنۍ لخوا د ښځو د وژل کېدو دا څلورمه پېښه ده چې د یوې اونۍ په اوږدو کې ترسره کیږي.

۲ ورځې وړاندې په بغلان ولایت کې یو سړي خپله ناوې ووژله او خپله په تېښته بریالی شو.

تر هغې وړاندې په فاریاب ولایت کې دوې ښځې د خپلې کورنۍ لخوا ووژل شوې.

لومړی له دې امله چې ميړه یې ښځه طلاقه کړې وه او ښځې بیا له بل مېړه سره واده کړی و او دوهمې د وژنې لامل د بچي نه زیږول ښودل شوي و.

ددغو پېښو تر شا ستر عوامل د دین څخه لرې والی ښودل کیږي چې عام افغانان رسنۍ په دغه کار کې ګرمې بولي او په وینا يې دوی ددې پر ځای چې اصلاحي پرواګرامونه وړاندې کړي، کرۍ ورځ په سندور، بد اخلاقو او نورو بې فایدې پروګرامونو تیروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x