واشنګټن پوسټ: «افغان اردو د امریکا د جګړې غځولو نوې ستراتيژۍ ته خوشاله ده»

نن ټکی اسیا (یکشبنه، لیندۍ ۲مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د بارک اوباما له نوي پټ فرمانه پرده پورته کړه چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۵م کال کې هم په افغانستان کې جګړه ییز ماموریت پرمخ وړي. مخکې له دې اوباما ویلي و چې د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر له پای سره سم به د خپلو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته ورسوي. د اشرف غني او امریکایانو ترمنځ لاسلیک شوي امنیتي تړون کې هم راغلي چې له ۲۰۱۴م کال وروسته به مېشتېدونکي امریکايي ځواکونه محاربوي ماموریت نه لري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن په یوه مقاله کې د ملي اردو د ځینو لوړپوړیو چارواکو له خولې لیکلي چې دوی د ستراتيژۍ دغسې بدلون ته چې جګړه به یو کال نوره هم اوږدوي، خوشاله دي.

ورځپاڼه لیکي چې د ستراتيژۍ دغه بدلون ځکه منځ ته راځي چې امریکایان وېره لري طالبان به هم لکه د عراق «اسلامي دولت» په څېر د دوی د محاربوي ماموریت له پای سره د پراخو کلیو پر ځای ښارونه هم لاندې کړي.

په دې مقاله کې د ملي اردو یوه افسر د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې دوی هېڅ هوايي ځواک نه لري؛ نو ځکه اړ دي چې د جګړې په ډګر کې يې امریکايي ایف ۱۶ او بې پيلوټه الوتکې مرستې ته ورودانګي.

افغان ملي اردو تر اوسه هوايي ځواک نه لري. پخوا، د حامد کرزي لومړي مرستیال، مارشال قسیم فهیم د امریکایانو له خوا ملي اردو ته هوايي ځواک نه ورکولو په تړاو ویلي و چې امریکایان پر افغان ملي اردو «بې‌باوره» دي.

د ملي اردو دې افسر واشنګټن پوسټ ته ویلي، که په جګړو کې د امریکایانو د هوايي ځواک ملاتړ نه وي؛ نو جنګیالي به یې ژر د طالبانو له خوا ووژل شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانانو پر کلیو او بانډو د امریکایانو هوايي حملې وربندې کړې وې؛ خو اشرف غني او امنیتي سلاکار یې، حنیف اتمر بیا د شپنیو عملیاتو او په ګڼ مېشتو سیمو کې د درنو وسلو په کارولو کې امریکایانو ته بشپړه ازادي ورکړې ده. که څه هم ارګ د شپنیو عملیاتو او په ګڼ مېشتو سیمو کې د درنو وسلو کارولو اجازه ورکول په یوې علامیه کې رد کړي وو.

په کندهار کې د ملي اردو جنرال حمیدالله وايي: «موږ هوايي ملاتړ نه لرو، دښمن زموږ ځواکونه له غرونو څخه په درنو توپونو په نښه کوي او زموږ مورچې راورانوي».
واک ته د اشرف غني له رسېدو او د امنیتي تړون له لاسلیک سره سم، طالبانو د خپلو حملو تمرکز په پلازمېنه کابل کړی. په افغانستان کې امریکايي جنرال کامپ بل وايي چې په تېر یوه کال کې طالبانو له ۷۰۰۰ تر ۹۰۰۰ افغان پوځیان ټپيان کړي او وژلي دي.

ولسمشر غني ته نژدې یوه افغان چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي چې غني او امنیتي سلاکار یې، حنیف اتمر ځکه د امریکایانو له خوا د جګړې یو کال غځېدا منلې چې د تلفاتو د زیاتېدو له امله اندېښمن وو. ورځپاڼه لیکي، د اوباما اداره هم اندېښمنه وه چې په افغانستان کې هم طالبان د عراق «اسلامي دولت» لار تعقیب نه کړي.

په داسې حال کې چې د غني حکومت د امریکایانو له خوا د عملیاتو غځېدا ته خوشاله دی، هڅه کوي خپله دغه موافقه ولس ته کم اهمیته وښيي؛ ځکه دوی اندېښنه لري، چې هسې نه طالبان له دې استفاده وکړي چې ګواکې حکومت او چارواکي د امریکایانو له برکته واکمن دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د