حزب اسلامي: د ګلبدین حکمتیار وراره په شهادت ورسید
نن ټکی آسیا: د حزب اسلامی یو تن ویاند ولي الله نن ویلي چی تیره ورځ ناوخته د وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کي د حزب اسلامي د مشر انجینر ګلبدین حکمتیار د وراره حبیب الله شهاب په ګډون دوه تنه نور په شهادت ورسیدل.
نومړي وویل چي حبیب الله شهاب د حکمتیار د ورور شهاب الدین زوی وو، او عمر یې اتلس کاله وو، او دا وخت په وردګ ولسوالۍ کي په جهاد بوخت وو.
نومړی وویل چی جنازه یی نن د نرخ په ولسوالۍ کی د کریمداد په سیمه کي خاورو ته وسپارل شوه.
د بلي خوا د وردګ ولایت د والي ویاند شاهد الله شاهد ویلي چي تیره ورځ د بهرنیو الوتکو په بمبار کي وسله وال مخالفین ووژل شوه.
نومړي وویل چي وسله والو غوښتل چي غره ته درنې وسلي پورته کړي.