منور حسن: د پاکستان د ستونزو يوازنی حل «جهاد في سبيل الله» دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان «جماعت اسلامي» ګوند پخواني مشر سيدمنورحسن ويلي، چې د هېواد ستونزې يوازې د ديموکراتيک سياست له لارې نه حل کيږي، بلکې د دې لپاره تر ټولو غوره لار «جهاد او قتال في سبيل الله» ده او دغه کلتور بايد په ولس کې خپور شي.

سيدمنورحسن د پنجاب مرکز لاهور کې د جماعت اسلامي کلنۍ غونډې ته په خپله وينا کې وويل: «زه له هر ډول وېرې او ډار پرته وايم، چې کومه ټولنه کې موږ ژوند کوو، که دې ټولنه کې د جهاد او قتال في سبيل الله کلتور خپور نه شي، نو ټاکنيز او ديموکراتيک سياست زموږ د ستونزو درمل نه شي کېدای».

نوموړي زياته کړه، چې اسلامي ټولنه کې «جهاد» کلمه هېردونکې ښکاري او ډېر ستر ستر خلک يې له نوم اخيستو ويريږي او جهاد تروريزم بولي.

سيدمنورحسن وويل، چې کله د پاکستان حالات د جهاد او قتال في سبيل الله پر مټ سم شي او ټولنه کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر تر منځ د ټکر په نتيجه کې معروف پر منکر غالب شي، نو بيا ټاکنيز سياست يو څه ګټه لرلای شي.

د پاکستان مرکزي حکومت د اطلاعات او کلتور وزير پروېز رشيد په ګډون يو شمېر سيکولرو ګوندونو د سيد منور حسن څرګندونې په سختو ټکو غندلي دي.

پروېز رشيد وايي : «دا څرګندونې د جماعت اسلامي نه، بلکې د يو فرد دي.»

د پاکستان پيپلز ګوند او توندلاري توکمپال ګوند «ايم کيو ايم» د سيد منور حسن څرګندونې «تروريستي» بللي او نوموړی يې پاکستان کې د اسلامي دولت استازی بللی دی.

جماعت اسلامي او طالبان يو دي!

تېرکال چې سيدمنور حسن د جماعت اسلامي مشر و، د پاکستان «جيو» خصوصي تلويزون سره په مرکه کې يې د پاکستاني طالبانو پخوانی مشر حکيم الله مسعود «شهيد» او د پاکستان پوځ د امريکا «ملاتړی» بللی و.

هغه مهال هم د پاکستان پوځ او ګڼو سياسي ګوندونو د منورحسن څرګندونې «بې لارې کوونکې» بللې وې او جماعت اسلامي څخه غوښتل شوي وو، چې نوموړی د جماعت اسلامي له امارته لرې کړي.

په جماعت اسلامي کې دننه هم ګڼو کړيو د منورحسن د څرګندونو مخالفت کړی و.

يو شمېر باوري سرچينې وايي، چې منورحسن د پاکستاني پوځ د دښمنۍ له امله د خپل ګوند مشري وبايلله.

له دې مخکې هم سيدمنورحسن د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي و، چې د دوی او پاکستاني طالبانو په دريځ کې هيڅ توپير نه شته او يوازنی توپير يې په کړنلاره کې دی، بلکې خپل ګوند يې د پاکستاني طالبانو «دوهمه برخه» بللې وه.

«ديموکرات» جماعت اسلامي

د جماعت اسلامي بنسټګر مولاناسيد ابوالاعلی مودودي په خپلو کتابونو کې ديموکراسي «کفري نظام» بولي او پارلمان د الهي قانون پر ضد «مصنوعي خداي» بولي.

د جماعت اسلامي بنسټګر او مسلمان مفکر د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره وضعې محکمې ته ورتګ سره هم مخالف و.

له مولانا مودودي وروسته ميا طفيل د جماعت اسلامي مشر و او له هغه وروسته قاضي حسين احمد له ۱۹۹۲م کال څخه تر ۲۰۰۸ م کال پورې د جماعت اسلامي د امير په توګه دنده ترسره کړه.

د قاضي حسين احمد په اړه ويل کيږي، چې يو ديموکرات سياسي فعال و او پاکستان کې د ديموکراسۍ د پرمختګ او ژغورلو لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړي دي.

نوموړي د نورو پاکستاني ګوندونو په څېر پاکستان کې «اسلامي نظام» د ديموکراسۍ له لارې د راوستو قايل و او د اسلامي نظام د راوستو لپاره يې وسله وال پاڅون «حرام» باله.

څېړونکي د قاضي حسين احمد د لاسته راوړنو په اړه وايي، چې نوموړي د مولانا مودودي اصولي ګوند په ديموکراتيک ګوند بدل کړ.

هغه نظام او محاکم، چې مولانا مودودي يې کفري بولي، قاضي حسين احمد د خپل امارت پر مهال د همدې نظام او محاکمو د ژغورلو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

له قاضي حسين احمد وروسته سيد منور حسن ۲۰۰۸-۲۰۱۳ م کال پورې د جماعت اسلامي مشر و.

د منورحسن په اړه ويل کيږي، چې نوموړی د مولانا مودودي د فکر سړی دی او د خپل امارت پر مهال يې هڅه کوله، چې جماعت اسلامي هغې لارې ته سوق کړي، چې مولانا مودودي دغه ګوند لپاره منلې وه، مګر جماعت اسلامي نوموړی له پنځه کاله مشرۍ وروسته د دغه ګوند د مرکزي شورا د پرېکړې له مخې د ګوند له مشرۍ ګوښه او پر ځای يې سراج الحق د دغه ګوند مشر وټاکه.

د سراج الحق په اړه ويل کيږي، چې نوموړی د قاضي حسين د لارې پلوی دی او د هغه پر لاس روزل شوی او د يموکراتيک فکر لري او پاکستان کې د ديموکراسۍ له لارې د اسلامي نظام راوستو ته ژمن دی او د پاکستاني حکومت پر ضد وسله وال پاڅون «ناروا» بولي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کمال
میلمه
کمال

منورحسن دي ته الله توفيق ورکړي چې دلادینه سیکولرانو نيوکو او الزاماتوته ثابت قدمه اووسي،هغه يوباتجربه سیاستوال دي دناپاکه نظامونوله مينځه خبر ده په اخیري عمر کې غواړي دخپل اسلامۍ مسولیت داداکولو په موخه حقایق ووايي،الله دي حفاظت وکړي،هغه په دي موضوع کې دجماعت اسلامي دماډرنستانو له سخت مخالفت سره هم مخ ،ده څوک چې دين اوشريعت دعلی جناح په ټوپۍ کې لټوي هغه ټول دمنورحسن مخالف سوي دي

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

انګریزانو چه د هند د خپلواکی غوشتونکو ( چه په سرکی یی د هند مسلمانان او په ځآنګړی ډول پټانانو قرار درلود ) د مقاومت مخه نه شوه کولای د لوی هند د ویشلو د پاره یی د پاچاخان، جناح، ګاندی او داسی نورو بی وجدانو او بی ایمانو باندی یی سرمایه ګذاری کړی وه ، ګاندی یی د اوسنی هند ، جناح یی د اوسنی پاکستان او پاچاخان یی د پاکستان پشتنو مشر وټاکلو. هند او بشتانه به پریږدو حناح د پاره یی د اسلام په نوم سکولریست ګوند جوړ کړو چه د پاکستان قانون پکی چلیدلو. دا چه… نور لوستل »