په شکريه بارکزی د حملې تر شا رازونه !

ليکوال: نور ريښتيا پال

د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني د ټيمونو تر منځ هغه وخت په يو بل بې اعتمادي تر سرې کرښې واوښته کله چې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې . ځکه د ډاکټر عبدالله پلويان په دې باور ؤ چې ټولټاکنې دوی ګټلې وې خو په لوی لاس ځينې داخلي او خارجي کړيو ټاکنې دوهم پړاو ته بوتلې . د ډاکټر اشرف غني په ټيم کې له طالبانو سره د ځينو اشخاصو تماسونه او بيا په ډاکټر عبدالله مرګوني بريد چې دی روغ ترې ووت او ځينې نيږدې ملګري يې پکې ووژل شول د ډاکټر عبدالله پلويان پدې باور کړل چې د دوی په خلاف يوه ستره دسیسه روانه ده . او هغه مهال ځينې داسې راپورونه او پټ معلومات د شورای نظار له پټو مجلسونو څخه بهر ته راووتل چې دا ترې جوتيده چې د شوری نظار لوی مشران لکه ډاکټر عبدالله ، يونس قانوني ، دفاع وزير بسم الله محمدي ، د امنيت ملي مخکنی لوی رئيس امرالله صالح ، د بلخ والي عطامحمد نور د شوری نظار د ځانګړو استخباراتو مشر انجنير محمد عارف په دې باور ؤ چې دا حمله د اشرف غني د خلقي پلويانو او د کرزي په حکومت کې د ځينو امنيتي چارواکو له لوري پلان شوې وه او طالبانو ته زمينه برابره شوې وه چې دغه حمله سرته ورسوي . سره لدي چې د دغه حملې مسؤليت تر اوسه طالبانو نه دی قبول کړی.

د شوری نظار د مشرانو په دې پټو مجلسونو کې  ځينې يې تل د متقابل اقدام پلويان ؤ په ځانګړې توګه معصوم ستانکزی چې دوی ته د رباني په قتل کې هم مطلوب ؤ ، حنيف اتمر ، شکريه بارکزی ، عمر زاخيلوال ، رحمت الله نبيل ، جنرال عمر داؤد زی د دوی د سترګو اغزي ؤ . او داسې ويل کيږي چې په معصوم ستانکزي د حملې زمينه سازي د عطامحمد په ټينګارد شوری نظار د ځانګړو استخباراتو له لوري پلان شوې وه . او کابل ته څېرمه په کوم ولايت کې د طالبانو د کوم ټیټ پوړي قوماندان په مرسته ترسره شوې ده . د يادونې وړ ده چې د دغه حملې مسؤليت هم لا تر اوسه طالبانو نه دی قبول کړی.

د جان کيري په منځګړيتوب د ګډ حکومت له رامنځته کيدو وروسته اوس د کابينې په سر سخته سيالي رامنځته شوې ده او دواړه لوري کوشش کوي چې خپل پلويان په لوړو او مهمو پوستونو کې وګوماري.

د کابينې په سر له پټو مجلسونو څخه بهر ته د راوتلو معلوماتو له مخې ويل کيږي چې څو ورځې دمخه په داسې يو مجلس کې د ډاکټر عبدالله د پلويانو له لوري حنيف اتمر ته وروسته له هغه سپکې سپورې وويل شوې او سخت توهين شو چې کله حنيف اتمر دفاع وزارت ته د بسم الله محمدي او علومي په نومولو اعتراض وکړ او ويې ويل چې بسم الله محمدي غير مسلکي او علومي سپين ږيری او عمر يې زيات دی .

دغه سيالي اوس دومره تشديده شوې چې په دواړو لورو کې سخت دريځي د يو بل په ضد په پټو تحرکاتو بوخت دي . بهر ته د ځينو راوتلو معلوماتو له مخې د شوری نظار ځانګړي استخبارات پلان لري چې د اشرف غني په کليدي پلويانو طالبانو ته په غير مستقيم ډول د حملو زمينه برابره کړي.

د آګاهانو له انده په شکريه بارکزۍ د روانې اونۍ بريد هم د شوری نظار د ځانګړو استخباراتو کار ؤ . ځکه شکريه بارکزی د اشرف غني له سختو پلويانو څخه ده . له بهرنيو استخباراتو سره ټينګې اړيکې لري په ځانګړې توګه له سي آي اې سره .
او ډاکټر اشرف غني نيت لري چې په راتلونکې کابينه کې کوم مهم پوست ورکړي.

ويل کيږي د ښځو د وزارت لپاره وروسته له هغه سيالي څو برابره شوه چې امريکا او ځينو نورو هيوادونو او سازمانونو په افغانستان کې د ښځو د حالت د ښه کولو لپاره د سلګونو مليونو ډالرو د کمک اعلان وکړ.

د کابينې له ځنډ او په دې وروستيو ورځو کې په کابل کې د طالبانو د پرلپسې حملو څخه داسې بريښي چې په ګډ حکومت کې دواړه لوري په يو بل باور نلري . او د يو بل د کمزوري کولو لپاره له هرې ممکنې وسيلې څخه کار اخلي له دغو وسيلو څخه يې تر ټولو ډيره اغېزمنه له طالبانو سره پټه رابطه او طالبانو ته د يو بل په لوړپوړو چارواکو او کليدي کسانو د حملو زمينه سازي ده . او وخت به دا ثابته کړي چې دغه اختلافات تر کومه دوام کوي او کچه به يې څومره وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

که دارشتیاوی نوموږبه یی پدی ټکوبدرګه کړو(جنګ سګاخیرما)دسپیوجنګ دفقیرپه ګټه ده،أودابه ځکه رشتیاوی چی دایودود ده چی کله هم دسپیومنځ ته چاهډوکی خطاکړی اوورغورزولی نوهغه یی په سخت جنګ أخته أودیوبل په غوښویی مړکړی دی،بیایی نو ،تو توکش،کش ته هم أړتیانه ده پیداسوی ،بس همداهډوکی ورته ریموټ ده هغه یی کنترولوی أوایله کوی