د نن سرلیکنه

کله چې ولسمشر د عملیاتو غوښتنه کوي؛ نو سوله به…؟ / سرلیکنه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر اوباما له نوې پرېکړې پرده پورته کړه. دغې ورځپاڼې ولیکل چې اوباما یو پټ فرمان صادر کړی چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه له ۲۰۱۴م کال وروسته هم تر یوه کاله په افغانستان کې محاربوي ماموریت ولري. دا خبر د امریکا او افغانستان د ټولو هغو تړونونو او موافقو خلاف خبره وه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې هره ورځ په رسنیو کې پرې خبرې شوي. اوباما تېره مۍ میاشت هم په ډېر صراحت سره وویل چې د ځواکونو محاربوي ماموریت به یې په افغانستان کې د ۲۰۱۴م له ډسمبر سره سم پای ته رسېږي. سربېره پر دې د اشرف غني و امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي لانجمن امنیتي تړون مواد هم دا په ډاګه کوي چې امریکايي ځواکونه به له ۲۰۱۴م کال وروسته یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز، روزنې او لارښوونې په برخو کې مرسته کوي. د اوباما دا پرېکړه بې له شکه چې افغانانو ته یو ډېر بد خبر دی. د افغان پر کور د شپنیو وحشي حملو، نیولو، تړلو او وژلو د دوام خپسه ده!

په هر ډول، دا د امریکا پرېکړه ده او دلته یې ځواکونه مېشت دي، خوښه یې چې هر رنګه کار ترې اخلي. دلته یوه بله خبره هم د یادولو وړ ده چې اوباما دا پرېکړه په یو اړخیز ډول کوي، بې له دې چې د لاسلیک شوي امنیتي تړون په محتوا کې د بدلون غوښتنه وکړي، یا لږ تر لږه افغان لوري ته خبر قدرې ورکړي؛ مګر له بده مرغه امریکايي لوری په دې اړه یو بشپړ یو اړخیز، خپلواک او د اشرف غني څنډې ته کولو سره دا پرېکړه کوي. د امریکا یوه موخه چې اوس ډېره رڼه شوې ده هغه په افغانستان کې د جګړې دوام او له دې لارې د دې سیمې د هېوادونو د سیمه ییزې هملارۍ مخنیوی دی.

نیویارک ټایمز یو بل اندېښمنوونکی او دردوونکی خبر هم رسوا کوي. په دې راپور کې د اشرف غني او حنیف اتمر له یوې ننګینې او شرموونکې غوښتنې هم پرده پورته کوي. ورځپاڼه لیکي چې اشرف غني او حنیف اتمر په ګډه له امریکا غوښتي چې په افغانستان کې د پخوا په پرتله بمبار او شپني عملیات زیات کړي!

یو داسې ولسمشر چې سوله له خپلو «لومړیتوبونو» څخه ګڼي، د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د سولې له پاک شعاره اعظمي ګټه پورته کړه، اوس بیا په «پټه» له امریکایانو غواړي چې په ولسي سیمو کې درنې وسلې وکاروي او د شپې له خوا ازاد عملیات ترسره کړي!

کاش چې اشرف غني د حامد کرزي وروستیو سپينو خبرو ته په غور غوږ نیولی وای او د هغه له دیارلس کلنې تجربې يې څه زده کړي وای! حامد کرزي دیارلس کاله له امریکایانو سره ډېرې نژدې اړیکې لرلې؛ خو نن د امریکایانو پر هرې نامردۍ او ټګۍ برګۍ اعتراف کوي. د ښاغلي کرزي خبرې اوسنیو چارواکو ته ډېر څه لري چې ترې زده یې کړي.

په دې راپور کې راغلي چې یوه لوړپوړی امریکايي چارواکي ویلي چې له دې وروسته بیا کولای شي خپلې نوې ټکنالوژۍ لرونکې لکه ایف ۱۶ جیټ الوتکې او په ۲۰۱۵ کې به د ډرون ګڼ ډولونه وکاروي!

د دغسې رنګارنګې ټکنالوژۍ د کارونې ګواښ د همدې مفکر(؟) او ټکنوکرات(؟) ولسمشر د نویو سیاستونو له امله کېږي!

چې دا ګواښونه او دا «نوې ټکنالوژي» به د څومره مېندو د لولپه کېدو ظرفیت ولري؟!

کله چې ولسمشر له دیارلس کلنې تجربې برسېره بهرنیانو ته د شپنیو عملیاتو او په ګڼ مېشتو سیمو کې د درنو وسلو کارونې اجازه ورکړي؛ نو سوله به د مرغۍ پۍ نه شي… ؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

سوله له هغه چا سره کیژی چه اسلامی او ملی ارزښتونه او د وخت حساسیتونه درک کړی او د یو اذاد مستقل او خپلواکه قوی افغانستان غوښتونکی وی او پر اسلامی غیرت افغانی پت یی توره پورته کړی وی او د بل چا د ګټو د خویندی توب لپاره خپل ملت نه غواړی قربانی کړی او که یی کړی وی په سهوه یا نا پوهی ورڅخه شوی وی ( افغان طالیبان ) سوله د هغه چا سره نه کیژی او نه فایده لری او نه باید وشی چه ټالیب (سر ټمبه ) د ملی او اسلامی ارزښتونو دشمن او کفار… نور لوستل »

سمسور

نه پوهیږم له اسلام اومسلمان څخه ستابرداشت څه دی ستاپه عقیده دمسلمان اوکافرتوپیرپه څه کې دی ؟ ستاپه اسلام کې جهادڅه وخت فرض کیږي له چاسره فرض کیږي ؟که ستاپه اسلام کې په قران کریم کې دجهاد ګڼ آیاتونه نورمنسوخ دي ؟ ته خودطالب ټولې کړنې غیراسلامی بولې دداسې عقیدې په لرلو ته له کومې شبهی پرته زندیق یې ؟ په داډول لیکنو څوک نشې ګمراه کولې یوازې په خپل ګمراه کیدو پرخپلې کفري عقیدې شواهد زیاتوې له تا څخه خو داردو عسکر ډيرشرف لري هغه که له طالب سره جنګیږی هم خودامنی چې طالب ددین په خاېطر جنګیږي ځکه… نور لوستل »

Malim

سمسور صیب چه لیکنه له اسلامی احساس او همدردی ډکه وی او تعصب پکشی ونه وینم الله ج می د ړوند کون کړی چه یوه ذره به بد تاثیر راباندی کوی بلکه زه د زړه له کومی له نن ټکی اسیا څخه ممندوی یم چه د ټوپک پر ځایی یی د افغانانو د پوهاوی او بحث لپاره مثبته انسانی او اسلامی لاره پرانیستی تر څو یو بل په درسته شعوری ډول له خپلو نظریاتو سره خبر کړی. ګرانه هر څوک چه وایی د کافر کمک یا خوښول یا ورسره دوستی یا د مسلمان پر ضد ورسره اندکی معمولی مرسته ګناه… نور لوستل »

محمد عیسي نبیل

ملیمه وروره که ته ماته په فیسبو ک باندي ریکوسټ وکړي ډیر منندویه به دي سم ماستاسون نوم سرچ کړ نه پیداکیده
نو زه هم دطالبانو په اړه یو څه درسره شریک کړم که چيری حق ته ورسېدو سره ؟

Malim

محمد عیسی وروره زه زیات فیسبوک ته نه ځم

Malim Nikpa

saifulaslam

سلام علیکم دوستانو ! د سولې راتګ داسې ندی لکه څرنګه چې دا بعضې افراد فکرکوي چې هم يې خلک وژنه هم سوله ترې غواړه هم د امریکایانو ظلم غواړه هم سوله هم درد غواړه هم صحت هم غلاکوه هم امنیت غواړه هم قتل کوه هم يې په نوروتپه هغه دپښتو پخوانی متل دی چې په یوه لاس کې دوه هندوانې نه ځایي ګي اوبل داچې هرعمل عکس العمل لري دا یوه ناممکنه خبره ده چې هم یو فرد ته وه وایو چې ته راشه اسلحه په ځمکه کیږده او زه زه به درسره سوله وکړم اوپه مقابل کې یې… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x