د سامسنگ راتلونکی سمارټ فون نه ماتیدونکی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۳۹۳ل): د سمارټ فون جوړولو اکثره کمپنۍ د داسې سمارټ فون جوړولو په لټه کې دي چې قاتیدو او فشار سربیره مات نشي؛ خو تر دې اوسه داسې کوم سمارټ فون بازار ته نه دی وړاندې شوی.

که څه هم د قاتیدونکي سمارټ فون جوړولو په لوري د لومړنيو گامونو په توگه د ایل جي فلیکس (LG Flex)، گیلیکسی راونډ (Galaxy Round) او د سامسنگ کمپنۍ نوټ ایج (Samsung Note Edge) نوم اخیستلی شو.

خو په دې برخه کې به وروستی گام د داسې سمارټ فون جوړول وي چې په مکمله توگه قاتیدو او فشار لاندې به هم نه ماتیږي او کاروونکي به کولی شي خپل سمارټ فون تاو راتاو کړي.

سامسنگ کمپنۍ اعلان کړی چې په قاتیدونکي سمارټ فونونو باندي يي کار پیل کړي چې د راتلونکی زیږیدیز کال کې کاروونکو ته به وړاندې شي او همدا راز دغې کمپنۍ ویلې چې روان کال له پای ته رسیدو وروسته به هره میاشت له ۳۰ څخه ۴۰ زرو پورې قاتیدونکي سمارټ فونونه بازار ته وړاندې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د