افغانستان

خوست: د بهرني ځواکونو په بمبار د سړک جوړوني شرکت دري ساتونکي وژل شوي

afghanistan_road_cunstructionنن ټکی اسیا: د خوست د دوه منده په ولسوالۍ کی د بهرني ځواکونو په بمباریو کی د سړک جوړوني د یو شرکت ۳ ساتونکي مړه او یو بل ټپي شو.

د تفصیلاتو سره سم نن د خوست څخه ددغه شرکت رییس حاجي سفیر محمد ځدران ویلي چي تیره ورځ ماښام ناوخته د بهرنیانو الوتکو د خوست ولایت د دوه منده ولسوالۍ په اړونده سیمه وړه شګۍ کي

د نومړي شرکت پر کار کوونکو بمونه وغورځول چي له امله یي ۳ تنه ساتونکي مړه او یو بل ټپي شو.

د بهرنیو ځواکونو (ایساف) مطبوعاتي دفتر ویلي چي دوی هم داسي راپورونه لري چي درې کسه ددوی په بمباریو وژل شوي، او په اړه به یي تحقیقات وکړي.

باید وویل شي چی تیره ورځ د هرات په ولایت کي هم بهرنیانو په توپونو او هاوانونو ګڼ شمير ملکي کسان وژلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x