شعـــــرونه

غزل ـ نظام کندهاری

دلتـــه غـــم دی دلتــه زړونه په سلګــو دي
مړاوي هيـــلـــــي ارمانونه په سلګـــو دي

دلتــــــه اوري د بمــــونـــو بـــارانــــونه
ګــــودرونه چنـــــــارونه په سلګــــو دي

هم له ګل هم له بــلبـــلـه ويني څــاڅــــي
بــوراګـــان او ګلابـــــونه په سلګـــو دي

اوس له غمه د شفق هم سترګي سرې شوې
چي د ستـــــورو اميــلــونه په سلګــو دي

د زړه درد په تـرنـــــم کي شپـــونکی وايي
د شپېـــلــيـــــو آوازونه په سلــګـــو دی

هغه ګل رنګ نــوراني طالب شهيــــد شـــو
ګرد وهلــــي کتـــابـــونه په سلګــــو دي

دې شهيــــد کلــي ته راشــي بيرته درومي
ځي د زاڼـــو قـطـارونه په سلـــګــــو دي

 شينکی خــــال او کــج باڼه ليـــکلای نشي
اوس نظامـــه قلــمــــونه په سلګـــــو دي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x