نړۍ

د ترکيې پوهنتونونو کې جوماتونه جوړيږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې شاوخوا اتيا پوهنتونو کې جوماتونه جوړيږي.

ترکي رسنۍ د مذهبي چارو د وزارت له قوله ليکلي، چې د نوموړې ادارې د مشر ډاکټر محمد ګورمز په امر د دغه هېواد په شاوخوا اتيا پوهنتونو کې د جوماتونو د جوړولو چارې پيل شوي دي.
راپورونه وایي، چې پنځلسو پوهنتونونو کې د جوماتونو د ودانولو چارې سر ته رسيدلي او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانيستل شوي دي او پاتې نور جوماتونه به تر راتلونکي کاله بشپړ او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانستل شي.

ډاکټر ګورمز تېره ورځ ترکي ځوانانو ته په خپلو څرګندونو کې د ځوانانو او جوماتونو تر منځ په اړيکو خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې ترکيه کې شاخوا شل ميليونه ځوانان ژوند کوي او دوی هڅه کوي، چې دغو ځوانانو ته ځانونه ورسوي.

ډاکټر ګورمز زياته کړه، چې جوماتونه د اباديو او ښارونو د زړونو په څېر دي او له همدې دوی پرېکړه کړې، چې د هېواد په ګڼو پوهنتونونو کې جوماتونه اباد کړي.

ډاکټر ګورمز وايي« موږ غواړو، چې د جوماتونو په مرسته د ځوانانو معنوي روزنه وکړو او زموږ ديني عالمان به له همدې لارې د ځوانانو هر ډول مرسته او روزنه کوي او ځوانان به له خپل دين او مذهبه خبروي.»

ډاکټر محمدګورمز ټيڼګار وکړ، چې د ورسپارل شوې دندې له مخې غواړي په دغه برخه کې کوټلي او جدي ګامونه پورته کړي.

«موږ هوډ لرو، چې جوماتونه مو يوازې د لمانځه پر مهال نه، بلکې ګرده ورځ پرانيستي وي او زموږ جوماتونه بايد د معنوي او اخلاقي روزنې مرکزونه وي.»

ترکيه کې د عثماني خلافت له ړنګيدو وروسته د وخت سيکولر واکمن مصطفی کمال اتاترک ټول اسلامي ادارې بندې کړي او دين يې په دنيوي چارو کې تجريد کړ، اذانونه د عربي ژبې پر ځای په ترکي ژبه شول، عربي رسم‌الخط له منځه ولاړ او دين يوازې تر جوماتونو محدود شو. په عامه ځايونو او تعليمي ادارو کې د ښځو پر حجاب بنديز ولګيد.

د اتاترک له واکمنۍ وروسته څو ځله ترکيه کې مسلمانان د ټاکنو له لارې واک ته ورسيدل، مګر د ترکي پوځ لخوا د کودتا له امله يې حکومتونه نسکور شول.

د ترکيې اوسنی ولسمشر رجب طيب اردوګان د خپل ګوند او ترکي ولسي پر رايو ۲۰۰۳م کال کې د ترکيې لومړی وزير وټاکل شو او د ښې حکومتولۍ له امله نوموړی درې ځله د ترکيې صدراعظمي وګټله او دا ځل د ولسمشريزو ټاکنو په نتيجه کې د ترکيې ولسمشر شو.

اردوګان د خپلې واکمنۍ پر مهال دغه هېواد کې د اتاترک د وخت ډېر بنديزونه لرې کړل او وخت پر وخت هڅه کوي، چې ترکيه کې د اتاترک لخوا لګيدلي بنديزونه له منځه يوسي.

د اردوګان د واکمنۍ پر مهال ښځو دا حق تر لاسه کړ، چې عامه ځايونو او درسي مرکزونو کې پړونی پر سر کړي او لومړی پيل يې له خپلې ښځې وکړ.

د اردوګان د واکمنۍ پر مهال ترکي پوهنتونونو کې د جوماتونو جوړول د نوموړي له نوښتونو او تاريخي خدماتو څخه ګڼل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x