افغانستان

بغلان: د طالبانو په برید کي د بهرنيانو ۸ عرادې اکمالاتي موټر سوځیدلي

nato_tankersنن ټکی آسیا: د بغلان ولایت د دوشی په ولسوالۍ د طالبانو د یوه برید په ترڅ کې د بهرنیو قواوو د اکمالاتي کاروان ۷ عرادې ټانکرونه په بشپړه توګه له منځه تللي.

دیادي ولسوالۍ ولسوال محمد خان د پيښي په اړه ویلي چي تیره شپه طالبانو د سیا چوبک په سیمه کي د بهرنیانو یو اکمالاتي کاروان تر برید لاندي راوستی، چي له کبله یی لږ تر لږه ۷ عرادې ټانکر له منځه لاړه.

نومړي ویلي چي په پيښه کي هیڅ مرګ ژوبله نه ده پيښه سوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښي په اړه ویلي چي د برید په ترڅ کي ۸ عرادې اکمالاتي موټر له منځه تليي او د کاروان ساتونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د سیمی څخه عیني شاهدانو نن سهار وویل چي د پيښي له امله اوس هم د کابل – مزار شریف لویه لاره د ترافیکو پر مخ بنده ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x