
میسي د لالیگا د تر ټولو زیاتو گولونو ریکاډ مات کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۳۹۳ل): لیونل میسي د بارسلونا خصوصي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی د لالیگا په تاریخ کې تر ټولو زیات گول وهونکی لوبغاړی شو. نوموړي تیره ورځ د سویلا لوبډلې پر خلاف درې گوله ووهل.
۲۷ کلن میسي د گولونو شمیر ټیلمو زارا د گولونو شمیر سره مساوي شو. ټیلمو خپل ۲۸۹ لوبو کې ۲۵۱ گولونو وهلو سره د هسپانيې د فوټبال لیگ تاریخ جوړونکی لوبغاړی ټاکل شوی و.
د دې لاسته راوړنې په اړه میسي وویل: «د خلکو دعاگانو او ملاتړ څخه پرته دغه لاسته راوړنه ممکنه نه وه. زه غواړم دغه لاسته راوړنه د خپلو ټولو ملاتړو په نوم کړم.»
نوموړې زیاته کړه: «کله چې په گول وهلو بریالی شوم ما د کوم ریکاډ ماتولو فکر هم نشو کولی په تېره بیا هغه ریکاډ چې مخکی تکړه فوټبالر ټیلمو زارا جوړ کړی و.»
میسي پرونۍ لوبه کې د سویلا لوبډلې په خلاف درې گولونو وهلو سره دغه ریکاډ مات کړ چې بارسلونا له سویلا څخه ۵-۱ توپیر سره وگټله.