
له سمارټ فون وروسته «سمارټ کمیس» هم بازار ته وړاندې کیږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۳۹۳ل): په دې وروستیو کې پنځوونکو داسې نوی لباس جوړ کړی چې نه یوازې له انټرنیټ سره وصلیږي بلکې د انسان د زړه او نور روغتیايي حالت په اړه هم معلومات ورکوي.
دغه لباس د فرانسې څیړونکو او پنځوونکو جوړ کړی او ټي شرټ یا پوسټ الکترونیک ۲ په نوم يي نومولی. دغه کمیس له انټرنیټ سره وصلیدو سربیره د انسان زړه درزا، سا اخیستو اندازه او کیفیت او پښو د حرکت سرعت معلومولی شي.
دغه کمیس کې ډیرې حساسې الی یا سینسرونه د سینې قفس ته نږدې ځای پر ځای شوي چې کولی شي په دقیق ډول د زړه ضربان معلومولو سره د انسان د هوا اخیستنې کیفیت هم معلوم کړي.
دغه کمیس د ورزش کوونکو، ډیر عمر لرونکي نارینه او ښځو لپاره ډیر زیات گټور دی؛ ځکه چې هغوی د دغه کمیس په مرسته خپل د زړه او تنفسي سیسټم روغتیا تر څارنې لاندې نیولی شي.
همدا راز په دغه کمیس کې د جې پي ایس (GPS) سیسټم ځای پر ځای شوی چې د انټرنیټ په مرسته کولی شي د کاروونکی ځای او موقعیت وښيي.
دغه کمیس د پورتنيو ذکر شويو سیسټمونو لرلو سربیره هم د عامو کاليو په څیر وینځل کیدی شي.
که سمارټ پرتوګ راووت بیابه خبره ډیره ورانه شي
که سمارټ پرتوګ راووت ټول حالات اوالات به مو له نړۍ سره وصل شي