ولسي جرګې امنیتي تړون تصویب کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې وه، چې راتلونکې چهارشنبه به ولسي جرګه پخپله ناسته کې د ګډ حکومت او واشنګټن ترمنځ په امنیتي تړون او له ناټو سره د شوي تړون په متنونو بحث کوي.

مګر ولسي جرګې نن په یوې فوق العاده غونډه کې امنیتي تړون او سوفا تړون دواړه پخپل لومړي کاري ساعت کې تصویب کړل.

ولسي جرګې وکولای شوای چې په یوه ساعت کې د سوفا تړون او هم د امنیتي تړون یوه مقدمه او شپږ ویشت مادې ټولې تر نظر تېرې کړي او ډېری يې د تایید رایه هم ورکړي.

د ولسي جرګې په دې فوق العاده ناسته کې ۱۵۷ تنه وکیلانو ګډون کړی و، چې پنځو تنو يې له امنیتي تړون سره مخالفت وښود او دريو نورو خپلې رايې سپینې وکارولې. پاتې ټولو د دې تړون تایید وکړ.
ولسي جرګې تر دې وړاندې په عادي مسئلو په میاشتو ـ میاشتو بحثونه کړي او پایلې ته نه دي رسیدلي، خو د افغانانو لپاره په يوې حیاتي مسئلې باندې يې دومره لنډ بحث او تر بحث وروسته تصویب کولو ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې دي.

د ولسي جرګې غړي او د امنیتي تړون مخالف عبدالستار خواصي وویل چې دامریکا سفارت د همدې تړون د تصویب لپاره وکیلانو ته ځانګړې مېلمستیاوې کړې دي او په خبره يې ځينو يې ډېرې پیسې هم پرې تر لاسه کړې دي.

څو ورځې وړاندې دولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم وویل چې ارګ پر دوی پرلپسې فشار راوړي او د دې تړون تایید غواړي. نوموړي راتلونکې چهارشنبه د دې تړون د بحث ورځ وټاکله خو ښايي فشارونو پرې نننۍ فوق العاده ناسته ترسره کړې وي.

له امریکا سره لاسلیک شوی امنیتي تړون نږدې دوه اوونۍ وړاندې ولسي جرګې ته د تایید په موخه لېږل شوی و، چې نن د تایید ډېرې رايې وګټلې.

د دې تړون له مخې به ۹۸۰۰ امریکايي عسکر د افغان عسکرو د روزلو په موخه پاتې شي، که څه هم په تړون کې ویل شوي دي ، چې پاتې شوي عسکر به یواځې د افغان عسکرو روزنه کوي، خو نوي راپورونه وايي چې امریکا به کال ته هم د همدې پوځې اډو نه په ګټې لا زورورې وسلې وکاروي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم په «پټه» له امریکا غوښتي چې شپنیو عملیاتو او بمباریو ته زور ورکړي او ورته ویلي يې دي چې «څومره چاپې او بمبارونه کولای شئ، درته اجازه ده».

تر دې وړاندې نن ټکی اسیا د وال سټریټ ژورنال په حواله خبر ورکړی و چې اشرف غني امریکایانو ته یو ځل بیا په خلاص مټ اجازه ورکړې چې د افغانانو په کورونو چاپې ووهي او بمبارونه وکړي، چې بیا وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) له خوا دا خبر رد شو، خو عملا بیا هم امریکایانو په لنډه موده کې څو ځایه پرلپسې بمبارونه او د شپي عملیات وکړل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي چې ده ته معلومات شته، چې امریکایانو ته یو ځل بیا اجازه ورکړل شوې څو د افغانانو په کورونو باندې د شپي له خوا چاپې ووهي. کرزي دا کار د «تاسف وړ» بللی و.

کرزي زیاته کړې چې له امریکایانو سره د دوی تر ټولو لوی مشکل هم له همدې امله و، ځکه امریکایانو د افغانستان دودونو او عنعناتو ته هیڅ پاملرنه نه کوله، د خپلې خوښې سره یې د شپې عملیات کول او د افغانانو په کورونو به ور ننوتل.

شنونکي وايي چې اشرف غني د حامد کرزي وروستیو سپينو خبرو ته باید په غور غوږ نیولی وای او د هغه له دیارلس کلنې تجربې يې څه زده کړي وای! حامد کرزي دیارلس کاله له امریکایانو سره ډېرې نژدې اړیکې لرلې؛ خو نن د امریکایانو پر هرې نامردۍ او ټګۍ برګۍ اعتراف کوي.

د دوی په خبره د ښاغلي کرزي خبرې اوسنیو چارواکو ته ډېر څه لري چې ترې زده یې کړي. دوی وايي د دې تړون لاسلیک د جګړې د اوږدېدو او دسولې د وروستۍ تمې د ورکېدو په مانا دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
abdullah
میلمه
abdullah

انا لله و انا اليه راجعون
الله تعالی مو بيخ وباسه

salam
میلمه
salam

غنی خانه!دامریکایانو له خوا دشهیدان شویو افغانانو په وینو کی به غرق شی

salam
میلمه
salam

لعنت دی وی دډالرو غلامان وکیلان

Malim
میلمه
Malim

په ولسی جرګه کښی اکثریت انسانان دی او که ځناور؟ په هر حال که په لاندی ډول استازی وټاکل شی نو بیا به یی هره پریکړه د ستایلو وی د افغانستان د هر مرض د علاج نسخه اول یو داسی منشور ته ضرورت دی چه د اسلامی قانون په رڼاکښی جوړ او نړۍ ته یو ښه مثال اودافغانانودپرمختګ او افتخار وړوی، او د منشور مهم اساس باید د رهبری د عالی شورا او د مشورتی شورا اساس کیشودل وی. رهبری شورا د غړو ټاکل باید دلاندی اصولو سره سم وی چه د قرانکریم او محمدص د لارښودنو لنډیز دی. (1-… نور لوستل »