لغمان: ایساف د خپل یو سرتیري د وژلو خبر ورکړ
نن ټکی آسیا: ایساف ویلي چي د افغانستان په ختیځ کې د برید له امله یو تن عسکر وژل شوی.
نن د جمعې په ورځ د ایساف مطبوعاتي دفتر په یوه خبر پاڼه کي ویلي چي تيره ورځ ددوی تن عسکر د افغانستان په ختیځه سیمه کې د مخالفینو په برید کي ووژل شو.
خبر پاڼي دا نه ده څرګنده کړې چي پيښه چیرته را منځته سوله، او وژل شوی عسکر د کوم هیواد تابع وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي چي پرون ددوی مجاهدینو د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند په علي خیل کلي کي د بهرنيو ځواکونو پر یوه قرار ګاه باندي برید وکړ، چي له امله یي ګڼ شمیر بهرنیانو ته مرګ ژوبله واوښته، مګر د دقیق عدد په اړه یې څه ونه ویل.
د یادوني وړ ده چي په روان میلادي میاشت کي د هغو عسکرو شمېر چي ایساف یي وژني منلي، ۲۸ تنو ته ورسید.