
برتانيا پر شپږو ديني مدرسو بنديز لګوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د برتانيا د تعليمي څېړنو د ادارې مدير مايکل ولشاو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې دوی به ډېر ژر برتانيا کې پر شپږو اسلامي مدرسو بنديز ولګوي، ځکه چې دغه مدرسې د ده په وينا خلک «توندلارۍ» ته وربولي.
د برتانيا د معارف وزارت د تفتيش مدير خپل وازرت ته په لېږل شوې څېړنه کې څرګنده کړې، چې د يو شمېر اسلامي مدارسو د نصاب او فعاليتونو له امله د زدهکوونکو ذهني وړتياوې له سختو ننګونو سره مخ دي.
نوموړي د برتانيا معارف وزارت څخه غوښتي، چې په دې اړه بايد دغو اسلامي مدارسو ته د څو اوونيو اخطار ورکړي او که د ورکړای شوي مهلت پر مهال يې خپل درسي نصاب او فعاليتونه اصلاح نه کړل، نو بيا به دغه مدرسې د تل لپاره تړل کيږي.
دغه شپږواړه مدرسې د لندن په «ټاور هيمليټس» ښار کې دي.
د معارف وزارت په څېړنيز راپور کې ويل شوي، چې استادان او زدهکوونکي د لمانځه پر مهال ښوونځي رخصتوي او جوماتونو ته ځي، چې دا کار د زدهکوونکو وخت ضايع کوي.
د راپور بنسټيز اعتراض دا دی، چې د دغو مدرسو زدهکوونکي د برتانوي او اسلامي قواننيو تر منځ د تطبيق توپير نه شي کولای.
په راپور کې راغلي، چې دغو مدرسو کې اسلامي تاريخ او جغرافيه تدريسيږي او دې مدرسو کې يوه مدرسه داسې هم ده، چې ګرد تدريسي نصاب يې پر عربي ژبه تدرسيږي.
د مايکل ولشاو په مشرۍ کې په ليکل شوي راپور کې ادعا شوې، چې دغه مدرسې د اسلامي معارف پر غني کېدو ټيڼګار کوي او خپلو زدهکړو کې د نورو موادو پر ځای ديني مضامينو ته ډېر اهميت ورکوي.
په برتانيا کې د اسلامي مدرسو اتحاديه وايي، چې دوی دغه څېړنيز راپور هيښ پاتې کړي او دې راپور کې يوازې د اسلامي مدرسو يو اړخ ياد شوی دی.
د اسلامي مدرسو اتحاديې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دغه مدارس تل د خپلو نصابونو بيا کتنه کوي او د هر ډول اصلاحي سمون پلوي کوي.