افغانستان

د سمت پالنې په موخه ۷۰ تنو ته د جنرالۍ رتبې ورکړل شوې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۳ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د نظامي برخې د ډکولو په موخه ډېر داسې کسان ننوتل چې لا هم روزلو ته اړتیا لري.

پورته خبره نږدې میاشت وړاندې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د «د پولیسو د نیمګړتیاوو ورکاوي، درې ورځنی سیمینار» کې وکړه.

ځکه خو ویل کېږي چې په تېرو کلونو کې ټولې نظامي رتبې د اهلیت او وړتیا له مخې نه، بلکې د خاصو هدفونو له مخې ورکړل شوي دي، چې یو هدف يې هم د سمت پالنې انګېزه ده.

په تېرو کلونو کې اویا تنو ته د سمت، ژبې او قوم پالنې په خاطر د جنرالۍ، برید جرنالۍ او نورې پوځي رتبې ورکړل شوي دي.

د ولسي جرګې غړی نواب منګل وايي چې په نظامي برخه کې ډېر داسې کسان شته، چې «سرونه يې له مغزو خالي، خو اوږې يې له نښانونو ډکې وي.»

د منګل په خبره د کورنیو چارو وزارت د ترفیعاتو او امتیازاتو په برخه کې قانون په نظر کې نه نیسي او نظامي رتبې پخپل سره وېشي.

د نوموړي په خبره رتبې باید هغو خلکو ته ورکړل شي، چې په جګړه کې ښکېل دي او عملاً پولې ساتي.

بل اړخ ته د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې دوی د وخت د ولسمشر په فرمان کارونه مخ پر وړاندې بیولي او ولسمشر له فرمانه يې سر نه دی غړولی.

نظامي کارپوهان وايي ځينې کسان په یوه کال کې له پوځي اکاډمۍ خلاص شوي او په همدې کال کې جنرالي ته هم رسېدلي دي.

ولس بیا وايي چې په هر دور کې د پوځي رتبې د پورته کولو لپاره ظلم معیار ټاکل شوی دی.

د کندهار پنجوايي اوسېدونکی او د کابل پوهنتو د حقوقو او سیاسي علومو محصل د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې د چا په دې رژیم کې څومره رتبه پورته وي، همغومره يې ظلم کړی وي.

دی وايي: «زموږ رازق هم جنرال شو، خو قسم دی که په قلم خپل نوم لیکلای شي، صرف په دې خاطر چې په ټول کندهار يې وحشت خپور کړی او پرېمانه نشه کوي.»
ورته خبره د کابل پوهنتون د همدې پوهنځي بل محصل سید حشمت هم وکړه، نوموړي وويل چې «په دولت کې لوړپوړي چارواکي هرچاته معلوم دي، چې په څه ډول تر جنرالۍ ورسېدل.»

د نوموړي په خبره د هېواد دفاع وزیر هم جنرال دی، چې په خبره يې متن له مخې نشي لوستلای. د سید حشمت په وینا په لندن کې د ناټو غونډې ته روان بیرغچي هم جنرال و، چې خپلې ټولې رتبي او خپل بیرغ يې د برتانیا تر ژوند قربان کړ.

نظامي کارپوه جنرال زلمی وردګ وايي، چې په شپږ میاشتې کې له اکاډمي فارغېدل او په کال کې تر جنرالي برید جنرالي رسېدل ستره دولتي بې انصافي ده.

یاده دې وي د ګډ حکومت د مشر لومړی مرستیال هم تر شپږم ټولګي زده کړې لري او جنرال دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x